افغانستان کښې د پاکستان پناه غواړي له ستونزو سره مخ دي
(last modified Wed, 07 Jun 2023 22:58:16 GMT )
Jun 08, 2023 03:28 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د پاکستان پناه غواړي له ستونزو سره مخ دي

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان په بیارغونې کښې د څار ځانګړي ادارې « سیګار»وویل چې په افغانستان کښې د پاکستان کابو دوه پنځوس زره پناه غواړي مرستې ته ضرورت لري.

دغه ادارې پرون وویل په افغانستان کښې د پاکستان پناه غواړي کمزوري کسان دي او هغوې مرستې ته ضرورت لري.

د ملګروملتونو د راپور پراساس د پاکستان په دغو پناه غواړو کښې شپږنوي فیصده کسان خواړو، نهه پنځوس فیصده یې سرپناه او نهه څلویښت فیصده یې د روغتیا خدماتو ته ضرورت لري.

په افغانستان کښې د پاکستان اکثره پناه غواړي د خیبر پښتونخوا صوبې د وزیرستان سیمې وسیدونکي دي کوم چې د پوځ د عملیاتو له کبله افغانستان ته تښتیدلي دي او هغه  په کیمپونو او نورو سیمو کښې دیره شوي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې پاکستان د طالبانو حکومت د اسلام اباد د مخالفې ډلې تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې غړیو ته په پناه ورکولو تورنوي داسې ادعا چې د افغانستان طالبان هغه تل ردوي.