روسیې د اوکراین د اټومي خوځښتونو په هکله خبرداری ورکړ
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا خبرداری ورکړ کي یف په خار کیف سیمه کښې د مصرف شویو اټومي سونګو د زیرمې د تاسیساتو د چاودیدا په امکان باندې د غور کولو په حال کښې دی.
هغې پرون وویل د اوکراین رژیم له روسیې سره په مقابلې کښې د پرله پسې ماتیو په دلیل په خارکیف سیمه کښې د مصرف شویو اټومي سونګو د زیرمې د تاسیساتو په چاودیدا باندې د غور کولو په حال کښې دی.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا دغه راز ټینګار وکړ د اوکراین چارواکي د اعتراف لپاره کافي شهامت نلري.
په همدې لړ کښې د روسیې دفاع وزارت هم پرون وویل د اوکراین یوې ورانکارې ډلې په تیرې دوشنبې ورځ د شپې نهه بجې په خارکیف سیمه کښې «ماسونووکا» ښار ته نږدې د« تولیاتي اودیسا» په نوم د امونیاک(Ammonia) نل لیکه په بم سره ولوزوله.
د روسیې دفاع وزارت دغه بم چاودنه یو ترهګر اقدام وباله او ویې ویل اوکراین یوازنی هیواد دی چې د دغه نل لیکې له لارې د امونیاک له سره انتقالولو سره دلچسپۍ لري.