روسیې د اوکراین د اټومي خوځښتونو په هکله خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134080-روسیې_د_اوکراین_د_اټومي_خوځښتونو_په_هکله_خبرداری_ورکړ
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا خبرداری ورکړ کي یف په خار کیف سیمه کښې د مصرف شویو اټومي سونګو د زیرمې د تاسیساتو د چاودیدا په امکان باندې د غور کولو په حال کښې دی.
(last modified 2023-06-07T20:15:58+00:00 )
Jun 08, 2023 00:36 Asia/Kabul
  • روسیې د اوکراین د اټومي خوځښتونو په هکله خبرداری ورکړ

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا خبرداری ورکړ کي یف په خار کیف سیمه کښې د مصرف شویو اټومي سونګو د زیرمې د تاسیساتو د چاودیدا په امکان باندې د غور کولو په حال کښې دی.

هغې پرون وویل د اوکراین رژیم له روسیې سره په مقابلې کښې د پرله پسې ماتیو په دلیل په خارکیف سیمه کښې د مصرف شویو اټومي سونګو د زیرمې د تاسیساتو په چاودیدا باندې د غور کولو په حال کښې دی.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا  دغه راز ټینګار وکړ د اوکراین چارواکي د اعتراف لپاره کافي شهامت نلري.

په همدې لړ کښې د روسیې دفاع وزارت هم پرون وویل د اوکراین یوې ورانکارې ډلې په تیرې دوشنبې ورځ د شپې نهه بجې په خارکیف سیمه کښې «ماسونووکا» ښار ته نږدې د« تولیاتي اودیسا» په نوم د امونیاک(Ammonia) نل لیکه په بم  سره ولوزوله.

د روسیې دفاع وزارت دغه بم چاودنه یو ترهګر اقدام وباله او ویې ویل اوکراین یوازنی هیواد دی چې د دغه نل لیکې له لارې د امونیاک له سره انتقالولو سره دلچسپۍ لري.