د امریکا عسکر په سوریې کښې مشکوک خوځښتونه کوي
المیادین ټیلي ويژن راپور راکړ د سوریې سرچینو په خپل هیواد کښې د امریکا د نیواکګر عسکرو د مشکوکو پوځي خوځښتونو او د واشنګټن غیر قانوني اډو ته د نویو وسلو او د تجهیزاتو د انتقالولو خبر ورکړ.
د امریکا پوځيان او دوې ته اړونده ترهګر عناصر ډیر کلونه کیږي چې په غیر قانوني ډول د سوریې په شمال او ختیځ کښې دیره دي او د واشنګټن پوځیان او دوې ته اړونده ترهګر کسان د سوریې د تیلو او د غلو په چورتالان کولو سربیره په دغه سیمه کښې د دمشق د حکومتي عسکرو او د خلکو پرضد هم یو شمیر اقدامات ترسره کوي.
د سوریې سرچینو په خپل هیواد کښې د امریکا تر نیواک لاندې سیمو ته د پوځي جنګي سازوسامانونو او د وسلو د یوه بل کاروان د ورننوتلو خبر ورکړ.
د سوریې حکومت په ځلونو ویلي دي چې د هیواد په ختیځ او شمال ختیځ کښې د امریکا پوځیان او هغوې ته اړونده ترهګر کسان د دغه هیواد د تیلو له چورتالان کولو پرته بل هدف نلري او د دوې شتون غیرقانوني دی.