د ناټو سرمنشي د اوکرایني ځواکونو د پرمختګ ادعا کړې ده
(last modified Wed, 14 Jun 2023 03:10:47 GMT )
Jun 14, 2023 07:40 Asia/Kabul
  • د ناټو سرمنشي د اوکرایني ځواکونو د پرمختګ ادعا کړې ده

د ناټو سرمنشي د امریکې له ولسمشر بایډن سره په کتنه کې ادعا کړې ده چي اوکرایني ځواکونه په جنګ کې پرمختګ کړي او روسان یې په شا تمبولي دي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ چي واشنګټن ته په سفر تللی رسنیو ته ویلي چي اوکرایني ځواکونه د پرمختګ په حال کې دی او په روسانو باندې د اوکرایني ځواکونو بریدونه د خبرو اترو لپاره په روسیې باندې د فشار یو ضروري اړم دی.

هغه زیاته کړه: هر څومره چي اوکرایني ځواکونه زیاتې سیمې له روسانو څخه ازادې کړي هغومره به په مذاکراتو کې برلاسه ووسي.

دا په داسي حال کې دی چي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ رسنیو ته ویلي وه چي روسي ځواکونو د اوکراین بریدونه په شا تمبولي او سخت زیانونه یې ور اړولي دي، هغه همدارنګه ویلي چي د اوکراین فوځي عملیات ماتې سره مخ شوی دی.