د قرآن سوځوونکی روس ښاریز باید سزا کړای شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134394-د_قرآن_سوځوونکی_روس_ښاریز_باید_سزا_کړای_شي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین د روسیې په لوېدیځ ښار ولګوګراد کې د قرآن شریف د سپکاوي کوونکی په سخته سزا ورکولو باندې په ټینګار سره ویلي: دغه روسی ښاریز باید خپله سزا د روسیې په مسلمان میشتو سیمو کې وګالي.
(last modified 2023-06-14T03:18:25+00:00 )
Jun 14, 2023 07:43 Asia/Kabul
  • د قرآن سوځوونکی روس ښاریز باید سزا کړای شي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین د روسیې په لوېدیځ ښار ولګوګراد کې د قرآن شریف د سپکاوي کوونکی په سخته سزا ورکولو باندې په ټینګار سره ویلي: دغه روسی ښاریز باید خپله سزا د روسیې په مسلمان میشتو سیمو کې وګالي.

څه موده مخکې یو روسی ښاریز نیکیتا ژوراول  د روسیې په ولګوګراد ښار کې د یوه جومات مخي ته د قرآن د سوځولو په جرم د روسیې د پولیسو له لورې ونیول شو.

د تاس خبري اژانس په راپور کې راغلي: د روسیې ولسمشر پوټین نه یوازې د قرآن د سوځوونکی روسی ښاریز جرم ته د رسیدګی چارې د چیچنیا مسلمان چارواکو ته ورسپارلي، بلکې پرېکړه کړې چي د یاد کس حکم هم په مسلمان میشتو سیمو کې تر سره شي.

د روسي رسنیو له راپور سره، دغه کس اعتراف کړی دی چي د اوکراین د اسختباراتي ادارې په هدایت سره، د قرآن شریف د سپکاوی لپاره اقدام کړی دی او د دې کار په بدله کې ۱۰ زره روبل د اوکراین له استخباراتي ادارې څخه تر لاسه کړی دی.