ملګرو ملتونو له لورې طالبانو ته شرایط
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134764-ملګرو_ملتونو_له_لورې_طالبانو_ته_شرایط
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د طالبانو د رسمیت پيژندلو په موخه دوی ته خپل شرایط وړاندې کړل.
(last modified 2023-06-21T22:10:35+00:00 )
Jun 22, 2023 02:39 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتونو له لورې طالبانو ته شرایط

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د طالبانو د رسمیت پيژندلو په موخه دوی ته خپل شرایط وړاندې کړل.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د طالبانو د رسمیت پيژندلو په موخه دوی ته خپل شرایط وړاندې کړل.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې  روزا اوتنبایوا تېره ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته د افغانستان په اړه د را پور وړاندې کولو پر مهال یو ځل  بیا په ډاګه کړه، چې په افغان نجونو او میرمنو د بندیزونو لرې کېدو پرته به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پيژندل شي.

نوموړي  زیاته کړه، د تیر کال په اپریل میاشت کې د طالبانو مشر ملا هیبت الله له لورې د کوکنارو کر د مخنیوي په موخه د صادر شوي فرمان له امله د دغه نشه یي توکې کښت خورا کم شوی دی.

هغه په ټولشموله حکومت هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، باوري ده چې دغه چاره خورا مهمه ده.