ورځپاڼو ته کتنه
(last modified Sun, 25 Jun 2023 12:13:59 GMT )
Jun 25, 2023 16:43 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

په پیل کې هم د ایران اړوند ورځپاڼې:

کیهان ورځپاڼه:

کنعاني: ایران په روسیې کې د قانون له حاکمیت څخه ملاتړ کوي

==============

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په روسیه کې د وروستۍ پېښې په غبرګون کې ویلي: د ایران اسلامي جمهوریت په روسیې کې د قانون له حاکمیت څخه ملاتړ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ناصر کعناني په روسیه کې وروستۍ پېښې د دغه هېواد داخلي مسله بللې او زیاته کړې ده: د ایران اسلامي جمهوریت په روسیې کې د قانون له حاکمیت څخه ملاتړ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدارنګه، قرآن کریم ته د صهیونیسټانو د سپکاوي په غبرګون کې په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: په جوماتونو د صهیونیسټانو وحشیانه حملې او د قرآن کریم سپکاوی، د کورونو ویجاړول او هره ورځ د ماشومانو او د فلسطین د ښځو او بې دفاع خلکو وژل او دیني مقدساتو ته سپکاوی او له بشري حقونو سرغړونه هېڅ یوه سرو کرښو ته د  جعلي رژیم د نه پاپندۍ ښوده کوي.

هغه ټینګار کړی: له ملاتړ سره مل د لوېدیځو حکومتونو چوپتیا، په دغه وحشت کې هغوی نور هم زړور کوي.

آسیا ورځپاڼه:

ایران او امریکا د بندیانو د تبادلې په درشل کې دي

د عمان د بهرنیو چارو وزیر سید بدر البوسعیدي ویلي: د ایران اسلامي جمهوریت او متحده ایالات، د امریکايي بندیانو د خلاصون په اړه موافقې ته نږدې شوي دي.

البوسعیدي همداراز د ایران د بندو شویو شتمنیو د خلاصون په اړه زیاته کړې، چې دواړه خواوې باید د دې اقدام د تنظیمولو لپاره یو مهال وېش ولري. زه فکر کوم چې دوی داسې یو چوکاټ چمتو کوي.

//////////////////

ابرار ورځپاڼه:

د امریکا، اوکراین او درېیو اروپايي هېوادونو د بې پیلوټه الوتکو د ادعاوو په اړه د ایران غبرګون

=============

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ د امریکا، اوکراین او درېیو اروپايي هېوادونو د ډرون او ایران ضد ادعاوې د اوکراین په جګړه کې د ایران د بدنامولو سیاسي ننداره وبلله.

د ایرنا د خبر له مخې، په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازولۍ په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د رسنیو په ځای کې د امریکا، البانیا، فرانسې، انګلستان او اوکراین اقدامات، د اوکراین په جګړه کې د ایران د بدنامولو یوه سیاسي ننداره ده او دوی هڅه کوي چې د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د تطبیق په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش شپږ میاشتنی راپور تر اغیز لاندې راولي.

په ملګروملتونو کې د ایران استازولۍ څرګنده کړې، ایران دغه بې اساسه تورونه په کلکه ردوي او په ځلونو یې ویلي چې د روسیې او اوکراین په جنګ کې دخالت نه لري، دغه جنګ هېڅ ګټونکی او بایلونکی هم نه لري او د دې جګړې د ژر ترژره ختمولو او د تلپاتې سولې د رامنځته کولو لپاره باید ټول کوششونه ترسره شي .

///////////////////

ابرار ورځپاڼه:

عربستان په یوه کنفرانس کې اسرائیلي چارواکو ته د ګډون اجازه ورنکړه

=============

عبري رسنیو راپور ورکړی چې عربستان په فرانسه کې د سعودي ولیعهد په شتون سره، په یوه نړیواله غونډه کې د دوو اسرائیلي ډیپلوماټانو د ننوتو مخه نیولې.

د والال خبري وېبپاڼې په حواله او د ایسنا د راپور له مخې، سعودي عربستان د دغه هېواد د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د شتون له امله، په فرانسه کې د سعودي عربستان د ایکسپو ۲۰۳۰ په کنفرانس کې له ګډون څخه دوه اسرائیلي ډیپلوماټان منع کړل.

والال اعلان کړی چې د دوو اسرائیلي ډیپلوماتانو سره یوه شرمناکه ډیپلوماټیکه پېښه وشوه، چې د شهزاده محمد بن سلمان د شتون له امله د "ایکسپو 2030" کنفرانس ته د دوی د ننوتلو مخه ونیول شوه او په وروستي وخت کې دوی ته معلومه شوه چې نومونه یې له لیست څخه ایستل شوي دي.

دغې عبري وېبپاڼې اعلان کړی چې دغو دوو ډيپلوماټانو چې د صهيونېسټ د بهرنيو چارو د وزارت غړي دي، ویلي چې د دغه کنفرانس له لیست څخه د هغوی د نومونو د ويستلو علت، د فلسطين د مسئلې په اړه د صهيونېسټي رژيم وروستۍ سياستونه او په لوېدیځه غاړه کې د اوسنۍ شخړې زياتېدل دي.

//////////////////////

د افغانستان اړوند ورځپانې

هېواد ورځپاڼه:

د ايران سفير: ايران د افغانستان له لارې چين سره سوداګرۍ ته لېوالتيا لري

============

ننګرهار کې يو شمېر سوداګرو د ايران له سفير حسن کاظمي قمي سره په ليدنه کې افغان سوداګرو ته له ايران څخه د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې د اسانتياوو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

د د ې ولايت سوداګرو همدا راز له ايراني چارواکو او له طالب چارواکو غوښتي، چې سوداګري دې له سياسي مسايلو جلا کړي.

په همدې حال کې د ايران سفير يادو سوداګرو ته د ايران له اړخه د هر ډول آسانتياوو د رامنځته کېدو ژمنه کړې ده.

د ايران سفير ويلي ،چې هېواد يې غواړي د افغانستان له لارې له چين سره سوداګري پيل کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي بيا وايي، چې له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ايران سره ښې اقتصادي اړيکې غواړي او په دې سره په دغه ولايت کې په بېلابېلو برخو کې ګډې پانګونې ته لېوالتيا لري.

////////////////////

هېواد ورځپاڼه:

د تورخم له لارې افغانانو ته پر پېژندپاڼو د راتګ اجازه ورکړل شوه

===================

د تورخم بندر چارواکي وايي، چې هغو افغانانو ته پر پېژندپاڼو افغان لوري ته د راتګ اجازه ورکړل شوه کوم، چې له کوچني اختره وروسته بند پاتي دي.

د دغه بندر کميسار عصمت الله يعقوب وايي، چې دوی د تورخم بندر اړوند د پاکستاني لوري له چارواکو سره له خبرو او زياتو هلو ځلو وروسته په دې وتوانېدل، تر څو پاکستاني لوري قانع او هغه افغانان چې پاسپورت نه لري پر پېژندپاڼه د اخترتر ورځې کولی شي هېواد ته راشي.

//////////////////////

هشت صبح ورځپاڼه:

په پاکستان کې یوه افغان کډوال ځان‌وژنه کړې ده

===========

سرچینې وایي، چې په پاکستان کې یوه افغان کډوال له یوې ودانۍ څخه په ځان غورځولو سره خپل ژوند پای ته ورساوه.

دسرچينو له مخې دغه کډوال صایم نوميږي او د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ٢مه) داسلام اباد په (ګل‌برګ) ګرین سيمه کې د يوې ودانۍ له شپږم پوړ څخه ځان غورځولو وروسته مړ شوى دى.

د قرباني شوي کس خپلوان وايي چې دغه ځوان د بې برخلیکی او د کډوالی د دوسيي د ځنډ له امله دغه کار کړى دى.

په همدې حال کې یو شمېر پناه غوښتونکي وايي، چې د ملګرو ملتونو استازي دفتر د دوی د کډوالۍ دوسیو ته رسیدګې نه کوي او له یوه کال راهیسې له دغه سازمان سره مرکې ته منتظر دي.

ډېری هغه پناه غوښتونکي چې د طالبانو د وېرې او درېیمو هېوادونو ته د تګ له امله په پاکستان کې پاتې کېږي، چې له بې برخلیکۍ، اقتصادي او رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د دې ترڅنګ، په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان پولیسو په اسلام اباد او نورو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ تیزه کړې ده.

//////////////////

مسیر ورځپاڼه:

تېرو ۶ میاشتو د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت له افغانستان څخه بهر ته صادرات شوي

============

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، چې دغه اندازه صادرات یوازې پاکستان ته شوي دي.

د خصوصي سکټور غړي وايي، چې د دې صادراتو ډېره برخه وچه میوه، غالۍ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې جوړوي. دوی زیاتوي چې ورځ تر بلې د افغانستان صادرات د پراختیا په حال کې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، چې په روان کال کې له پاکستان سره سوداګري او د صادراتو بهیر په منظم ډول پر مخ روانه دی.

دوی زیاتوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره هڅې دې ګړندۍ شي.

////////////////////

اطلاعات روز ورځپاڼه:

د طالبانو مشر د ديني مدرسو لپاره ۱۰۰ زره بستونه منظور کړي

==============

د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د دوی مشر هبت الله آخوندزاده د ديني مدرسو لپاره ۱۰۰ زره کاري بستونه منظور کړي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت له اعلاميې سره سم، د دې وزارت سرپرست حبيب الله آغا دا خبر پرون (شنبه، ۳ د چنګاښ) نورستان ولايت ته د خپل سفر پر مهال اعلان کړی دی.

نوموړي په نورستان کې ځايي خلکو او ځايي طالب چارواکو ته د يوې غونډې پر مهال ويلي، چې د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله دې ولايت ته زيات بستونه په پام کې نيول شوي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د تېر لمريز کال په غويي مياشت کې اعلان وکړ چې په هر ولايت کې يوه ديني مدرسه جوړوي چې د زرو نفرو ظرفيت به لري او همدا راز په هره ولسوالۍ کې له درېیو څخه تر ۱۰ پورې ديني مدرسې جوړوي. دې ډلې له هغه وخته تر اوسه د پنجشېر په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې د لويو جهادي او ديني مدرسو د جوړولو خبر ورکړی دی.

د طالبانو مشر په داسې حال کې ديني مدرسو ته ۱۰۰ زره کاري بستونه ځانګړي کړي، چې پر هېواد د دې ډلې له واکمنېدو راهيسې، د نجونو منځني ښوونځي او لېسې تړلي دي او ښځينه محصلينې پوهنتونو ته له تللو هم راګرزول شوې دي.

///////////////////

اطلاعات روز ورځپاڼه:

د کونړ په ځنګل کې اور لګېدنه؛ ۱۴ هکتاره ځنګل سوځېدلی او لاهم دوام لري

==============

د کونړ ولایت د پېج درې ولسوالۍ د «سوندرۍ» سیمې په ځنګل کې لګېدلی اور دویمې ورځې ته غځېدلی او لاهم دوام لري.

کونړ کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست اړوند د زیانونو مدیریت لپاره د طالبانو مسئول احسان الله نن (یکشنبه، ۴ د چنګاښ) وویل، چې دغه اور لګېدنه تېره ورځ سهار مهال شوې وه، چې د لسګونه ځایي خلکو له هڅو سره سره لا هم نه ده مهار شوې او په ډېرې چټکۍ د پراختیا په حال کې ده.

نوموړی وایي، تر اوسه د دغې اور لګېدنې له امله شاوخوا ١٤ هکتاره ځنګل او د څارویو څړ ځایونه سوځېدلي دي.

هغه وایي، د اور لګېدنې لامل تر اوسه نه دی څرګند، خو په خبره یې ډېری مهال په ځنګلونو کې شپانه اور بلوي، چې ښایي له همدې امله اور لګېدنه را منځته شوې وي.

کونړ کې طالب مسئولینو د اور د مهار لپاره د طالبانو له مرکزي حکومت د مرستې غوښتنه کړې وه، خو د یو شمېر سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو مرکزي حکومت په دې اړه تر اوسه کوم ګام نه دی پورته کړی.

ځایي خلک اندېښنه لري وایي، که یاد اور مهار نشي ښایي په لنډ وخت کې د کونړ نورو ولسوالیو او حتی د نورستان ولایت ځنګلونو ته هم سرایت وکړي، چې بیا به یې کنټرول له وسې پورته خبره وي.

تېر کال هم د کونړ د پېج درې ولسوالۍ په ځنګل کې اور لګېدلی و، چې له امله په زیاته کچه د نښترو ونې او د مالونو څړ ځایونه له منځه تللي وو.

////////////////////