د شانګهایی ملګرتیا موسیسې دسیمې پر سولې اغیزشندلی دی
د ملګروملتو سرمنشي د شانګهائي ملګرتیا موسیسې غونډې ته پخپل پیغام کې ووئيل، دغه موسیسه په سیمې کې پر سولې اغیزې شیندلی شي او هیله کیږي،د افغانستان په ثبات کې خپل رول ولوبوي.
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ، د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش دغې ناستې ته پخپل پیغام کې هیله وښودله ، دغه موسیسه له ژواک چاپيریال سره د مقابلې لپاره خپله ملګرتیا زیاته کړي.
د ملګروملتو سرمنشي د شانګهائي ملګرتیا موسیسې غونډې ته پخپل پیغام کې ووئيل، دغه موسیسه په سیمې کې پر سولې اغیزې شیندلی شي او هیله کیږي،د افغانستان په ثبات کې خپل رول ولوبوي.
ګوتریش دغه راز ووئیل،د نړیوالو خطرو اوترینګلتیاؤ په پړاؤ کې د شانګهائي غونډه ترسره کیږي،البته په هغه مهال کې چې نړۍ ملګرتیا ته اړتیالري،جیوپولیټيک اختلافات او تاؤتریخوالي په پراختیا دي چې باید په ملګرتیا اوغږملتیاؤ سره دغه ترینګلتیاوې ختمې شي.
د شانګهائي ملګرتیا موسیسې په درویشتمې غونډې کې چې دهندوستان په نوي ډيلې کې د وبینار له لارې ترسره شوه،د ایران د اسلامی جمهوریت غړیتوب هم په رسمي توګه و منل شو. شانګهائي ملګرتیا موسیسه یو داسې نړیوال جوړښت دی چې په ۲۰۰۱کال کې تاسیس شوی او ازبکستان،روسیه قزاقستان، قرقزستان، چین، تاجیکستان هندوستان او پاکستان ئې غړي هیوادونه دي.