کویټ په سویډني ژبه د قرآنکریم سل زره نسخې چاپوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i135600
د کویټ حکومت په پام کې لري چې په سویډني ژبه د قرآنکریم سل زره نسخې ووېشي.
(last modified 2023-07-12T00:18:00+00:00 )
Jul 12, 2023 04:45 Asia/Kabul
  • کویټ په سویډني ژبه د قرآنکریم سل زره نسخې چاپوي

د کویټ حکومت په پام کې لري چې په سویډني ژبه د قرآنکریم سل زره نسخې ووېشي.

د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د سویډن په ستاکهولم کې د قرآنکریم د سپکاوي او سوځولو په غبرګون کې، د کویت حکومت په پام کې لري چې د قرآنکریم سل زره نسخې چاپ کړي او په سویډن کې یې ووېشي.

 د القبس ورځپاڼې د راپور په حواله، په کویټ کې د قرآنکریم د خپرونو د څارنې ادارې پرون (سه شنبه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد د صدراعظم احمد نواف الصباح د حکم له مخې د دغه شمېر د چاپولو پرېکړه شوې ده.

 د کويټ کابينې هم پرون سهار په خپله غونډه کې دغه موضوع تصويب کړه او په دې غونډه کې اعلان وشو چې په اسلام کې د زغم او جوړجاړي د ټینګار، د اسلامي ارزښتونو د تبليغ او د انسانانو تر منځ د همغږۍ د پياوړتيا په خاطر چاپ او توزیع شي.