ترکیه د ناټو د پراخولو ملاتړ کوي
(last modified Sun, 16 Jul 2023 07:20:09 GMT )
Jul 16, 2023 11:50 Asia/Kabul
  • ترکیه د ناټو د پراخولو ملاتړ کوي

فارس خبري اژانس راپور ورکړی د ترکیې د ولسمشر د ارتباطاتو د ادارې مشر فخرالدین التون په دې خبرې سره چې انکارا د ناټو تړون د پراخولو ملاتړ کوي وویل دغه ملاتړ د هیڅ خاص هیواد پرضد نه دی بلکې په نړۍ کښې د ثبات د تضمین لپاره دی.

د ناټو تړون له پراخولو د ترکیې د حکومت ملاتړ په داسې شرایطو کښې دی چې روسیې او چین په ځلونو د ناټو تړون د پراخولو او له دغه پوځي ائتلاف سره د نویو هیوادونو د  یوځاې کیدا په هکله خبرداری ورکړی دی.

د ترکیې د ولسمشر د ارتباطاتو د ادارې مشر فخرالدین التون په «میډل ایسټ ايي »  اینټرنیټ پاڼې کښې په یوې مقالې کښې ادعا وکړه چې د ناټو د پوځي ائتلاف پراخول په نړۍ کښې د اوږدمهاله سولې او د ثبات کلید ده او ترکیه هیڅکله د نړۍ په بیابیلو سیمو کښې د ناټو ائتلاف په تر ټولو پوځي عملیاتو کښې له ګډون کولو څخه نه ده تښتیدلي.

التون وویل په داسې نړۍ کښې چې ورځ تر بلې بې ثباته شوي ده او له ډول ډول ګواښونو او نویو جنګونو څخه ډکه ده ترکیه د ناټو د سټراټيژیک اړخ په ساتلو سره په فعال ډول له نویو چیلنجونو سره مقابله کوي.

هغه جنګ چې نن سبا د روسیې او د اوکراین ترمینځ روان دی او تراوسه پکښې په زرګونو  کسان مړه او ژوبل شوي او ورانې یې رامینځته کړي دي د ناټو د پوځي ائتلاف د جغرافیې د پراخولو په خاطر رامینځته شوی ځکه چې روسیې په ځلونو تر خپلو سرحدونو پورې د ناټو د پراخولو په هکله خپله اندیښنه څرګنده کړي وه.