امریکا ډالر په وسلې بدل کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i136268-امریکا_ډالر_په_وسلې_بدل_کړي_دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل امریکا ډالر په یوې وسلې بدل کړي دي.
(last modified 2023-07-27T04:46:05+00:00 )
Jul 27, 2023 08:03 Asia/Kabul
  • امریکا ډالر په وسلې بدل کړي دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل امریکا ډالر په یوې وسلې بدل کړي دي.

د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت کښې هم د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو واشنګټن د ډالرو له وسلې په استفادې سره لومړۍ د ګلتوني ګازونو په خپرولو او بیا د روسیې د پیسو په غلا کولو سره د نړیوالو مالي زیرمو ارګان بې اعتباره کړی دی.

له هغه وخت راهسې د امریکا د خزانې وزیر جانټ یلن اعتراف کړی دی امکان شته چې بایکاټونه ځینې هیوادونه د ډالرو پریښودو ته وهڅوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نوي پراختیا باندې له مشر دیملا روسف  سره په کتنې کښې وویل په داسې وخت کښې چې واشنګټن د امریکا ډالر په وسلې بدل کړي دي د ځاې ناستو مالي موسسو رامینځته کول ضروري دي.

ولادیمیر پوتین وویل په اوسنیو شرایطو کښې د نړۍ مالي چارو او د سیاسي مبارزې د اوزار په توګه له ډالرو څخه استفادې ته په پام سره د ډالرو پرځاې د ملي کرنسیو او پیسو کارول اسان کار نه دی.

هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د برازیل ، روسیې ، هندوستان ، چین او د جنوبي افریقا اقتصادي بلاک یعني بریکس(BRICS) د هیڅ هیواد پرضد نه دی وویل د دغه ډلې غړي په ملي کرنسیو سره د حسابونو د برابرولو په حال کښې دي.