د افغان نجونو پر ملاتړ د رینا امیري ټینګار
د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د یو شمېر اسلامي هېوادونو له استازو سره تر کتنې وروسته ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ځپل به اسلامي هېوادونو ته خطرناکې پایلې ولري.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، مېرمن امیري پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې متحده عربي اماراتو ته سفر او د البانیا، بنګله دېش، مراکش، عربستان، د اسلامي همکاریو سازمان او تونس له استازو سره وروستۍ خبرې او تعاملات، هیله بخښونکي وو.
هغې ښځو ته د حقونو ورکړه، د اقتصادي ودې لپاره مهمه بللې ده.
نوموړې زیاته کړې، هوکړه یې کړې چې د ډیپلوماتیکو هڅو له لارې به له افغانانو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ټاکل شوې د جولای میاشتې په پای کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په دوحه کې لیدنه وکړي.