د اسلام دښمنۍ په وړاندې له ډنمارکه د ترکیې غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i136370-د_اسلام_دښمنۍ_په_وړاندې_له_ډنمارکه_د_ترکیې_غوښتنه
د ترکیې خارجه وزیر له ډنمارک څخه د قرآن کریم د بیاځلې بې احترامۍ د مخنوي لپاهر د فوري اقدام غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-07-29T23:39:23+00:00 )
Jul 30, 2023 04:05 Asia/Kabul
  • د اسلام دښمنۍ په وړاندې له ډنمارکه د ترکیې غوښتنه

د ترکیې خارجه وزیر له ډنمارک څخه د قرآن کریم د بیاځلې بې احترامۍ د مخنوي لپاهر د فوري اقدام غوښتنه وکړه.

په ډنمارک کښې یوې تندلارې ډلې د جولایۍ په یوویشتمه نیټه په پلازمینې کوپن هیګ کښې د قرآن کریم یوه نسخه وسوزوله او دغه کار یې په ټولنیزو شبکو کښې په ژوندۍ بڼه خپور کړ.

دغه سپک اقدام د اسلامي نړۍ قهر راوپاروه او ډیر غبرګونونه یې په ځان پسې کړل.

په ډنمارک کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارتخانې د یادې تندلارې ډلې دغه بې احترامي په کلکه وغندله.

د ایران د سفارت په بیانیې کښې ټینګار شوی چې د بیان آزادي دې، د دینونو، اسماني کتابونو یا د ولسونو د ملي ارزښتونو او نښو د د سپکاوي لپاره په یوې پلمې او دستاویز بدله نه شي.

ترکیې هم له مصر او عراق او له څو نورو هیوادونو نه پس په اروپا کښې د تندلارو سپک اقدام وغنده.

اناتولي خبري آژانس خبر ورکړی چې د ترکیې د خارجه وزارت مشر هاکان فیدان پرون له خپل ډنمارکي همرتبه سره په ټیلیفوني خبرو کښې، د قرآن کریم سوځول په کلکه وغندل او د قرآن کریم د سپکاوي د ومخنیوي لپاره یې د کوپن هیګ د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه.

د ډنمارک خارجه وزیر هم په ډغه ټیلیفوني تماس کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په اروپا کښې له اسلام سره دښمني د خطر حد ته رسیدلې او حتی په یوې وبا بدله شوې ده، وویل: د بیان د آزادۍ په نامه د دغه ډول سپکو اقداماتو لپاره د اجازې صادرول، د منلو وړ نه دي.