نایجیریا کښې د فرانسې په سفارت باندې د معترضانو حمله
رویټرز خبري اژانس راپور راکړی پرون د نیجر هیواد په پلازمینې کښې د فرانسې په سفارت اعتراض کونکو حمله وکړه او د سفارت دروازه یې په اور کښې وسوځوله.
د روان میلادي کال د جولاۍ د میاشتې په شپږویشتمه نیټه د «عبدالرحمن تیاني» په قومندنۍ د ولسمشرۍ د ګارډ ځواکونو د نیجر د ولسمشر محمد بازوم پرضد کودتا وکړه او هغه یې د دغه هیواد د پلازمینې نیامي ماڼۍ دننه ونیوه.
د کودتا کونکو مشرانو د اساسي قانون د ځنډولو او د قانوني ارګانونو د ړنګولو خبر ورکړ.
محمد بازوم د فرانسې د یوه نږدې متحد په توګه پیژندل کیږي کوم چې د دوه زره یویشتم میلادي کال د فرورۍ د میاشتې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې بریالی شوی و.
د نیجر هیواد په پلازمینې نیامي کښې د کودتا په سلګونو ملاتړو د فرانسې د سفارت مخ ته مظاهرې وکړې او د خپل هیواد په وړاندې یې د فرانسې د سیاستونو پرضد شعارونه ورکړل.
د نیجر د کودتا مشرانو په خپل هیواد کښې د هر ډول وسله والې لاسوهنې په هکله خبرداری ورکړ او له ښاریزو یې وغوښتل چې د دوې د ملاتړ لپاره په واټونو کښې مظاهرې وکړي.
د نیجر هیواد په زرګونو خلکو هم د کودتا د قومندانو په ملاتړ کښې په پلازمینې نیامي کښې مظاهرې وکړې.
نیجر په لویدیځې افریقا کښې پروت هیواد دی او د نړۍ یو تر ټولو بې ثباته هیواد ګڼل کیږي.