ښځې او نجونې د باعزته ژوند او درناوي وړ دي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوترش وایي، چې ښځې او نجونې هر ځای کې د باعزته ژوند او درناوي وړ دي.
د اطلاعات روز د ورځپانې خبر له مخې، نوموړي په يوه ټويټ کې ليکلي: «موږ به هېڅکله له مبارزې لاس وانخلو تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د دوی (ښځو او نجونو) اساسي بشري حقونه په هر ځای کې مراعت شوي دي.»
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د کوم هېواد له نوم اخيستلو پرته ټينګار کړی چې د ښځو او نجونو حقونو ته بايد په هر ځای کې پاملرنه وشي.
اوس مهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان يوازينی هېواد ګڼل کېږي چې ښځې او نجونې پکې له زده کړو بې برخې دي.
طالبانو همداراز د ښځو پر کار کولو هم بنديز لګولی او اوس مهال ښځينه کارمندانې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د کار کولو اجازه هم نه لري.
له دې سره سره، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (يوناما) ماموريت د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د دفاع په برخه کې له نيوکو سره مخ دی.