ازبکستان او فلسطین د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i136706-ازبکستان_او_فلسطین_د_سیاسي_او_اقتصادي_اړیکو_پراختیا_غواړي
د ازبکستان او فلسطین چارواکو په یوې غونډې کښې د ملګرو ملتو او نورو نړیوالو جوړښتونو په چوکاټ کښې د متقابلو ملګرتیاؤ په پراختیا باندې ټینګار وکړ
(last modified 2023-08-05T23:51:53+00:00 )
Aug 06, 2023 04:06 Asia/Kabul
  • ازبکستان او فلسطین د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا غواړي

د ازبکستان او فلسطین چارواکو په یوې غونډې کښې د ملګرو ملتو او نورو نړیوالو جوړښتونو په چوکاټ کښې د متقابلو ملګرتیاؤ په پراختیا باندې ټینګار وکړ

د ازبکستان او فلسطین چارواکو په یوې غونډې کښې د ملګرو ملتو او نورو نړیوالو جوړښتونو په چوکاټ کښې د متقابلو ملګرتیاؤ په پراختیا باندې ټینګار وکړ

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، په تاشکند ښار کښې د ازبکستان د مرستیال خارجه وزیر «بهرامجان اعلایف» او په تاشکند ښار کښې د فلسطین سفیر «جواد محمد اواد» په خپله کتنه کښې په سیاسي، اقتصادي، سوداګري او کلتوري برخو کښې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لرلید وڅیړه.

د فلسطین سفیر د اپریل په دولسمه نیټه خپل باور لیک د ازبکستان ولسمشر ته وړاندې کړی و.

فلسطین د ۱۹۹۱ کال د دسمبر په ۳۰ نیټه د ازبکستان خپلواکي په رسمیت وپیژندله او د ۱۹۹۴ کال د ستمبر له ۲۵ نیټې څخه د دواړو هیوادونو ترمینځ سفارتي اړیکې ټینګې شوې.