ازبکستان او فلسطین د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا غواړي
د ازبکستان او فلسطین چارواکو په یوې غونډې کښې د ملګرو ملتو او نورو نړیوالو جوړښتونو په چوکاټ کښې د متقابلو ملګرتیاؤ په پراختیا باندې ټینګار وکړ
د ازبکستان او فلسطین چارواکو په یوې غونډې کښې د ملګرو ملتو او نورو نړیوالو جوړښتونو په چوکاټ کښې د متقابلو ملګرتیاؤ په پراختیا باندې ټینګار وکړ
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، په تاشکند ښار کښې د ازبکستان د مرستیال خارجه وزیر «بهرامجان اعلایف» او په تاشکند ښار کښې د فلسطین سفیر «جواد محمد اواد» په خپله کتنه کښې په سیاسي، اقتصادي، سوداګري او کلتوري برخو کښې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لرلید وڅیړه.
د فلسطین سفیر د اپریل په دولسمه نیټه خپل باور لیک د ازبکستان ولسمشر ته وړاندې کړی و.
فلسطین د ۱۹۹۱ کال د دسمبر په ۳۰ نیټه د ازبکستان خپلواکي په رسمیت وپیژندله او د ۱۹۹۴ کال د ستمبر له ۲۵ نیټې څخه د دواړو هیوادونو ترمینځ سفارتي اړیکې ټینګې شوې.