په نیجر کې د فوځې لاسوهنو په هکله د روسیې خبرداری
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په نیجر کې د هر ډول فوځې لاسوهنو په هکله خبرداری ورکړ.
د تاس له راپور سره سم، د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال او د روسیې او افریقا د همکاریو د ټولنې مشر خبرداری ورکړ چي د نیجر په کورنیو چارو کې هر ډول فوځي لاسوهنې به اپوټه پایلو سره مخ شي.
دا په داسي حال کې دی چي د افریقا لوېدیځو هیوادونو په نیجر کې کودتاچیانو ته مهالوېش ټاکلی دی چي د ولسمشر په خوشي کولو سره هغه ته بیرته واک وسپاري.
د تېرې اوونۍ په چهار شنبې ورځ د لوېدیځې افریقا ټولنه په نیجر کې د کودتاچیانو په ضد د فوځي عملیات د ترسره کولو لپاره چمتووالې وښوده او ټینګار یې وکړ چي فوځي مداخله په نیجر کې د ډیموکراسۍ د راستنولو وروستۍ چاره ده.
د جولای د میاشتې د په ۲۶ د ولسمشریز ګارډ ځواکونو د نیجر د ولسمشر محمد بازوم په نیولو سره، په دغه هیواد کې د فوځي حکومت د برقرارېدو اعلان وکړ او جنرال عبدالرحمان چیاني یې د واک د لېږدولو د شورا د مشر او د حکومت د سرپرست په توګه معرفي کړ.