د اسلامي کانفرنس سازمان سفیرانو د قرآن کریم سپکاوی وغنده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137140-د_اسلامي_کانفرنس_سازمان_سفیرانو_د_قرآن_کریم_سپکاوی_وغنده
په لندن کښې د اسلامي کانفرنس سازمان د غړو هیوادونو سفیرانو پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د قرآن کریم بې حرمتي وغندله
(last modified 2023-08-14T20:49:05+00:00 )
Aug 15, 2023 01:15 Asia/Kabul
  • د اسلامي کانفرنس سازمان سفیرانو د قرآن کریم سپکاوی وغنده

په لندن کښې د اسلامي کانفرنس سازمان د غړو هیوادونو سفیرانو پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د قرآن کریم بې حرمتي وغندله

د ایرنا د خبر له مخې، په دغې خبرپاڼې کښې چې په لندن کښې د ایران د سفارت د شاذدافیر سید مهدي حسین متین په وړاندیز او د عراق د سفیر په نوښت پرون صادره شوه، د هغو خبرپاڼو لړۍ ته په اشارې سره چې د قرآن کریم په غندنه کښې د سیاسي شخصیتونو، حکومتونو او نړیوالو ټولنو له خوا خپرې شوې دي، راغلي دي: سفیران ټینګار کوي چې د حکومتونو په شمول ټول اړونده ګټه پورته کوونکي باید په توکمپالو کړنو، د پردیو په ویرولو او کرکه اچوونکو ویناؤ باندې د غور لپاره خپلې هلې ځلې، د بشري حقوقو د نړیوالو قوانینو مطابق څوچنده زیاتې کړي.

په لندن کښې د اسلامي کانفرنس سازمان د غړو هیوادونو جګ پوړو سفارتکارانو څرګنده کړه: د عقیدې یا مذهب سپکاوی، د ټولنو د قطبي کیدو لامل ګرځي چې د سختو شخړو د رامینځټه کیدو او د قهر، کرکې او تشدد د راپاریدو سبب کیږي.

هغوي هم داشان د هغو کړنو د مخنیوي په ضرورت ټینګار وکړ چې د نورو عقایدو بې احترامي کوي او په هیڅ توګه د بیان د آزادۍ په توګه نه شي منل کیدې.