یریوان: باکو د سیوینیک په هوایی ډګر برید وکړ
د ارمنستان د ملي امنیت ادارې اعلان وکړ چې د اذربایجان جمهوریت ځواکونو د کاپان په سرحدي ښارګوټي کې د سیوینیک په هوايي ډګر برید کړی او یوه برخه یې ویجاړه کړې ده.
د ارمنستان د ملي امنیت ادارې اعلان وکړ چې د اذربایجان جمهوریت ځواکونو د کاپان په سرحدي ښارګوټي کې د سیوینیک په هوايي ډګر برید کړی او یوه برخه یې ویجاړه کړې ده.
د یروان او باکو ترمنځ د ناګورنو قره باغ د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د سوینیک هوايي ډګر ته څېرمه سیمې د اذربایجان جمهوریت ته وسپارل شوې.
د تاس خبري اژانس په وینا؛ د ارمنستان د ملي امنیت ادارې په یوه بیان کې ویلي، چې نن سهار (جمعه) د اذربایجان له جمهوریت څخه په یوه موټر کې سپاره یو ناپېژانده بریدګر د کپان په سرحدي سیمه کې د سوینیک هوايي ډګر ته څېرمه سیمې ته ورسېد او پر هوايي ډګر یې درې ډزې وکړې چې وروسته په سیمه کې نادرک شو.
د ارمنستان د ملي امنیت ادارې هم دې ته اشاره وکړه چې دې برید د هوايي ډګر د ودانۍ کړکۍ او چت نړولی، دغه راز یې د باکو چارواکو ته د دې برید په تړاو د ګډې څېړنې او دوی ته د پېښې د رامنځته کېدو د ویډیو د لیږد څخه چمتوالی ښودلی.
دوی د باکو له حکومته غوښتي چې د اذربایجان جمهوریت سره دې د ترسره شویو ډزو په برخه کې څېړنې او د داسې پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره دې لازم اقدامات وکړي.