په نیجر کې د فرانسي په ضد مظاهرې وشوې
د نیجر په افریقایي هیواد کې د فرانسویانو د فوځې اډې سره نژدې پراخې ولسې مظاهرې وشوې.
د ایرنا له راپور سره سم، تېره ورځ په زرګونو کسانو د نیجر په پلازمینې نیامي کې د فرانسې د فوځې اډې سره نژدې راغونډ شوي وه او د دې هیواد په چارو کې د فرانسې د لاسوهنو په غندلو سره، د فرانسي ضد شعارونه ورکول. مظاهره کوونکو له نیجر څخه د فرانسې د سفیر د شړلو غوښتونکي شول. مظاهره له هغه وروسته شوې، چي فرانسه له نیجر څخه د خپل سفیر د ایستلو لپاره د دې هیواد د فوځي حکومت غوښتنې ته منفي ځواب ورکړ.
په نیجر کې د حکومت له ړنګېدو وروسته، چارې د ملي حفاظت د شورا له لورې مخته بېول کیږي. یاده شورا د فرانسې سفیر د وتلو لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی وو، خو د فرانسي حکومت له دغې غوښتنې سره مخالفت وکړ.
فرانسه د نیجر له ګوښه شوی ولسمشر محمدبازوم ملاتړ کوی او حتی دې هیواد ته د فوځي مداخلې ګواښ هم کړی دی.