د هند حکومت افغانانو ته ۱۰۰۰ بورسيي ځانګړي کړي دي
Sep 18, 2023 10:00 Asia/Kabul
رسنیو د هندي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د هند حکومت د افغان اتباعو لپاره ۱۰۰۰ بورسونه ځانګړي کړي دي.
د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، هندي چارواکو ویلي، چې دغه هېواد افغان اتباعو ته د لیسانس او ماسټرۍ په برخه کې ۱۰۰۰ بورسونه ځانګړي کړي دي.
دغه بورسونه د سوداګرۍ مدیریت، کمپیوټرساینس، هنرونو او نورو برخو کې دي.
په همدې حال کې ويل شوي، ټول هغه کسان چې عمرونه یې ١٨-٣٥ کلونو پورې وي، کولاى شي دغو بورسونو ته نوم ليکنه وکړي.
په تېرو کلونو کې هند په بېلابېلو کچو افغان اتباعو ته زرګونه سکالرشیپونه ورکړي دي.
همدارنګه هند له افغانستان سره یو له مهمو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دی.
ټیګونه