له حقوقي نظره د یوکرین جنګ او د هغه پایلې ۳
(last modified Sat, 23 Sep 2023 00:00:14 GMT )
Sep 23, 2023 04:30 Asia/Kabul
  • له حقوقي نظره د یوکرین جنګ او د هغه پایلې ۳

ګرانو لوستونکو «د یوکرین جنګ له حقوقي نظره او د هغه پایلې» تر عنوان لاندې لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو.

د روسیې د ۲۰۱۵ کال د ملي امنیت د ډکټرین له مخې، ناټو د اول نمبر ګواښ بلل شوی دی. د روسیې د ۲۰۲۱ کال د ملي امنیت په ډکټرین کښې هم ناټو د دغه هیواد لپاره د وړومبي ګواښ په توګه بلل شوې ده. د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۱ کال د سندونو ترمینځ مقایسه ښودنه کوي چې کرملین د لویدیځ په وړاندې د خپلې دفاع هوډ پیاوړی کړی دی. هم داشان د دغه سند له مخې، د لویدیځ له خوا د روسیې په کورنيو ګواښونو کښې هم د روسیې د حالاتو د بې ثباته کولو لپاره د بهر له لورې له سیاسي ځواکونو او عمومي خوښتونه استفاده شاملیږي.د روسیې واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته د تاوان رسولو په موخه ترهګر اقدامات په هم دې لړ کښې د پام وړ دي.

د روسیې د ملي امنیت د ستراتیژۍ د ۲۰۲۱ سند کې ناټو د یوه داسې اتحاد په توګه معرفي شوې چې د روسیې پر معنوي، اخلاقي، کلتوري او تاریخي ارزښتونو د برید لامل کېږي. حتی د روسیې فیډریشن پر وړاندې پوځي خطرونه او نظامي ګواښونه زور اخلي. د ۲۰۲۱ کال په سند کې د چین او هند د همکاریو زیاتوالي ته په مثبت نظر کتل شوي دي. له چین سره د روسیې اړیکې د "ځانګړې خصوصي ستراتیژیکې همکارۍ" په توګه تشریح شوي او له هند سره اړیکې "د هراړخیز ملګرتیا او ستراتیژیک تعامل" په توګه بیان شوي.

*/*/*/*/

د ۲۰۱۴ کال په فبرورۍ کې د ویکتور یانوکوویچ د حکومت له نسکورېدو او د ۲۰۱۶ کال په مارچ میاشت کې له روسیې سره د کریمیا له الحاق وروسته، یوکرین د لوېدیځ په لور په خپل دریځ کې له ژورو بدلونونو سره مخامخ شو.اوکراين له روسيې او لويديځ سره له دوو لسيزو زياتو تپل شويو اړيکو سره له روسيې څخه د ځان لرې کولو او له اروپايي ټولنې او ناټو سره د يو ځای کېدو په لټه کې دی.

د یوکرین لویدیځپال حکومت له ۲۰۱۴ کال څخه خپلې سټراټیجۍ په دې لړ کښې تعریف کړی او په ناټو او اروپايي اتحادیې کښې د غړیتوب په لړ کښې یې د دغو دواړو ارګانونو د معیارونو په بنیاد یې په خپلو سیاسي او پوځي جوړښتونو کښې ګڼ اصلاحات کړي دي. د یوکرین د ۲۰۲۱ کال په پوځي ډکټرین کښې روسیه د دغه هیواد لپاره ترټولو ستر ګواښ ګڼل کیدله. دغه ډکټرین روسیه د یوکرین لپاره د اصلي دښمن او خطر په توګه معرفي کړې ده.

د روسیې له خوا هم دغه سټراټیجي د روسیې لپاره د یو ګواښ په توګه د پیژندل کیدو سبب شوه. بلآخره د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ په ۲۴ نیټه ولادیمیر پوتین وویل چې فیصله یې کړې ده چې د یوکرین خلاف «ځانګړي پوځي عملیات» ترسره کړي. له هغه وخته د یوکرین په خاوره کښې سختې نښتې رامینځته شوې چې ډیر خلک یې وژلي دي، میلیونونه خلک بې کوره کړي او او څو میلیارډ ډالري زیان یې اړولی دی. روسیې هڅه کړې ده چې په یوکرین باندې حمله د نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتو د منشور په چوکاټ کښې تفسیر کړي.

*/*/*/

لویدیځو رسنیو د روسیې حمله د د ګواښ یا له زوره کار اخیستو د اصل د خلاف ورزۍ په توګه مطرح کوي چې په اول ځل د ملګرو ملتو د منشور د څلورمې مادې په دویم بند کښې تصویب شوه. له ۱۹۴۵ کال نه پس، صلحه، د نړیوالې ټولنې په وړومبي هدف بدله شوه او حکومتونو پریکړه وکړه چې د زور او ګواښ د استفادې د ختمولو په موخه د متقابلو ژمنو په چوکاټ کښې په واکمنۍ ولاړو اقتدارونو باندې یولړ محدودیتونه ولګوي. خو سره له دې، هر هیواد د زور کارولو په وخت ادعا کوي چې د منشور د ۵۱مادې په چوکاټ کښې یې ګام پورته کړی دی.

ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ په ۲۴ نیټه په خپلې وینا کښې وضاحت وکړ چې د ملګرو ملتو د منشور د اووم باب د ۵۱مادې په بنیاد یې فیصله کړې چې د روسیې فیډریشن د شورا په تصویب سره او د دونتسک ولسي جمهوریت او لوهانسک ولسي جمهوریت سره د دوستۍ او متقابلې مرستې د معادو له مخې، ځانګړي پوځي عملیات ترسره کړي.

په ملګرو ملتو کښې د روسي فیډریشن دائمي استازي د یورکین په هکله د امنیت شورا په غونډه کښې، د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ په ۲۴ نیټه د پوتین وینا ته په اشارې سره واضحه کړه چې د دغو ځانګړو عملیاتو هدف د هغو کسانو ساتنه ده چې له اتو کلونو راهیسې د کي یف د رژیم له خوا ځورول کیږي او نسل یې وژل کیږي.

خو سره له دې، د لویدیځ له نظره د روسیې اقدامات له زوره د کار اخیستو د بندیز په اړه د ملګرو ملتو د منشور د خلاف ورزۍ، د نورو حکومتونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د احترام د ژمنې د خلاف ورزۍ او د هیوادونو په چارو کښې د مداخلې د منعې د خلاف ورزۍ په شمول د نړیوالو حقوقو خلاف ورزي ګڼي.

*/*/*/*

د یوکرین په کړکیچ باندې یوازې د نړیوالو حقوقو له نظره نه شو پوهیدې. په یوکرین باندې د روسیې حمله، هیڅکله یواړخیز جنګ نه و. البته د هر جنګ په شان د دې جنګې ترټولو څرګند اړخ هم، پوځي اړخ دی چې ترټولو زیات پام یې ځانته اړولی دی، خو دا جنګ نور اړخونه هم لري چې هر یو یې په خپل ځاې د پام وړ دی. د یوکرین جنګ، د روایتونو او کیسو جنګ دی. روسیې روایت او یوکریني روایت او لویدیځ روایت. دا جنګ د رسندوي اوزارو، تحقیقاتو موسسو او مرکزونو، پوهنکورونو او د ډیپلماټکو ټولنو له خوا ترسره کیږي او داسې ښکاري چې د روایت او رسنیو په ډګر کښې روسیه کمزورې ده.

په ایران کښې د یوریشیا د مسائلو شنونکی ډاکټر درویش سفرنجاد وویل: د جنګ په داستان کښې یوه موضوع د اختلاف سرچینه ده او حقیقت هغه څه نه دی چې د نړۍ رسنۍ یې وایی. په جګړه کې د روسیې تلفات ډېر دي او زیاتره وژل شوي او ټپیان د ختیځ یوکرین روسي وګړي دي چې د یوکرین د حکومت پر ضد جنګېږي.

روسیه په یوکرین باندې له حملې او له غرب سره له مقابلې یو تاریخي روایت لري. د اروپا لوې وچې په لور د اروپایانو تاریخي حرکت د پنځمې میلادي پيړۍ له اوایلو پیل شو خو د روسانو د حکومت په جوړیدو او د لویدیځ په وړاندې یې په اودریدو سره، په نهمې میلادي پيړۍ کښې د اروپایانو ورتګ ورو شو. خو دا مقابله له هغه وخت نه تر اوسه پورې هیڅکله ختمه نه شوه. د دې مقابلې ترټولو څرګنده نمونه، په نولسمې پیړۍ کښې تقریباً د ټولې اروپا له فتحې وروسته په روسیې کښې د نپولیئن ماتې وه. یوه پيړۍ وروسته په وړومبي نړیوال جنګ کښې روسیه لکه د دیوال، د اروپا ختیځ ته د لویدیځ د حرکت په لاره کښې اودریدله. حتی په دویم نړیوال جنګ کښې له روسیې څخه د جرمني ماتې هم د لویدیځ او ختیځ ترمینځ د اتحاد سبب نه شوه او یوازې د برلین د دیوال بندون ته ورسید. د برلین دیوال د دې لوې وچې د دواړو لورو د مقابلې د اوج یو بل ټکی و. د کرملین د واکمن له نظره، په اروپا کښې ختیځ ته د لویدیځ حرکت هیڅکله نه دی بند شوی.

د یوکرین اړونده پیښې او په اروپایی اتحادیه او ناټو کې د کییف شاملولو ته د لویدیځ لیوالتیا هم د روسیې په لور تګ کښې د امریکې او انګلستان په چورلیزتوب سره د لویدیځ د تاریخي هلوځلو یوه بیلګه ده. د هم دې نظر له مخې، د لویدیځ په تیره بیا امریکا او ناټو له خوا روسیې ته بنیادي ګواښ پیښ دی. ناټو د پوځي اډو د یوې لړۍ له لارې په دې معادله کښې په اروپا باندې د امریکې د تسلط او د روسیې د محاصرې د اوزار په توګه ګڼله کیږي. له دې نظره، د دا ډول ګواښونو د شنډولو لپاره روسیه باید خپل ایټمي دفاعي توان وساتي او خپلې متعارفې وسلې اپ ډیټ او نوې کړي او په شوروي جمهوریتونو کښې خپل قلمرو په تیره بیا یوکرین ځانته وساتي.

*/*/*

ګرانو اوریدونکو په دې پروګرام کښې هڅه وشوه چې په یوکرین باندې له حملې څخه د روسیې د انګیزو جاج واخلو. پوتین هڅه وکړه چې په یوکرین باندې حمله د ملګرو ملتو د منشور په چوکاټ کښې توجیه کړي. خو د امریکې او انګلستان د پراخو رسندوي تبلیغاتو په وجه په دې لړ کښې ډیره کامیابه نه شوه. په عین حال کښې له دې موضوع هم په اسانه نه شو تیریدې چې په یوکرین باندې د روسیې حمله یوازې د نړیوالو حقوقو له نظره د شننې او څیړنې وړ نه ده بلکې دا حمله نور هم ډیر اړخونه لري چې د دې لړۍ په راتلونکو لیکنو کښې به یې وجاجوو.

*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی