د اروپایي اتحادیې مشر:
اروپایي اتحادیه د پاشلتیا په لور روانه ده
Sep 23, 2023 11:55 Asia/Kabul
د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزپ بورل تېره ورځ رسنیو سره په مرکه کې خبرداری ورکړ چي اروپایي اتحادیه د پاشلتیا په لور روانه ده او د غړو تر مینځ یې اختلافات په زیاتېدو دي.
هغه وویل: اروپایي اتحادیه د کډوالو په وړاندې واحد سیاست نه لري او د کډولۍ د مسالې په سر اختلافات ممکنه ده د دې اتحادیې د پاشلتیا لامل شي.
هغه د کډوالو په وړاندې د ټولو اروپایي هیوادونو له لورې د یوه ګډ سیاست د غوره کولو په ضرورت باندې په ټینګار سره، وویل چي تر اوسه اروپایي هیوادونو د کډولۍ په وړاندې د یوه واحد سیاست د غوره کولو لپاره اجماع ته نه دې رسېدلي.
د جرمني او فرانسې په شمول یو شمېر اروپایي هیوادونو د کډوالو په وړاندې د سختو سیاستونو د تصویبولو غوښتونکي دي.
ټیګونه