هندوستان کښې د افغانستان د سفارت فعالیت بند شو
(last modified Sun, 01 Oct 2023 09:22:55 GMT )
Oct 01, 2023 13:52 Asia/Kabul
  • هندوستان کښې د افغانستان د سفارت فعالیت بند شو

تسنیم خبری اژانس راپور راکړی په هندوستان کښې د افغانستان د سفارت فعالیتونه له نن څخه بند شوي دي.

په نوي ډیلي کښې د افغانستان د تښتیدلي ولسمشر اشرف غني د استازي «فرید ماموندزي » تر کنټرول لاندې سفارت په یوې بیانیې کښې وویل چې دغه سفارت له نن څخه د بدو شرایطو او د کوربه هیواد هند د نه ملاتړ کولو په وجه خپل فعالیتونه بند کړي دي.

راپورونه وايي چې په هندوستان کښې د افغانستان سفارت په تیرو شپږو میاشتو کښې د نوي ډيلي خارجه وزارت ته څو ډيپلوماټیک لیکونه واستول خو  د سټراټيژیک مشارکت د موافقې او د نورو دوه اړخیزه موافقو په شمول دغو غوښتنو ته هیڅ پام ونکړی شو.

په نوي ډيلي کښې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي څه موده مخکې ویلي وو په هیواد کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته په نوي ډيلي کښې د افغانستان سفارت له کابل سره هیڅ سیاسي اړیکه نلري خو  سره له دې یې په هندوستان کښې د افغانستان ښاریزو ته د خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکړی دی.

طالبانو تراوسه په هندوستان کښې د افغانستان د سفارت د فعالیتونو د بندیدا په هکله څه نه دي ویلي.