اردوغان:
اروپایي اتحادیه کې د غړیتوب لپاره هیڅ امتیاز نه ورکوو
د ترکیې ولسمشر د اروپایي اتحادیې د چلند په غیر عادلانه بللو سره، وویل: په دغه اتحادیې کې د غړیتوب لپاره هیڅ امتیاز نه لرو.
ترکیه په ۱۹۸۷ میلادي کال کې په اروپایي اتحادیې کې د غړیتوب لپاره خپله غوښتنه وړاندې کړه او یو کال وروسته په دغه اتحادیه کې د غړیتوب لپاره نوماند شوې ده. لیکن اروپایي چارواکو لا تر اوسه د ترکیې له غړیتوب سره موافقه نه ده کړې.
اروپایي اتحادیې له ۲۰۱۸ میلادي کال را په دې خوا، په دغه اتحادیه کې د ترکیې د غړیتوب خبرې اترې د بشري حقوقو د مسائلو په خاطر بندې کړي دي.
له دې مخکې د اردوغان ولسمشر ترکیه ویلي وه چي اروپایي اتحادیه د ترکیې له غړیتوب سره ځکه مخالفت کوي چي د دې هیواد خلګ مسلمانان دي.
اردوغان تېره ورځ د دې هیواد د پارلمان په عمومي غونډه کې اروپایي اتحادیې ته د ترکیې د پیوستون د بهیر په هکله وویل: اروپایي اتحادیه د ترکیې په وړاندې غلیمانه کړچار کوي او د ترکیې له لورې د ژمنو د پوره کېدو سره سره، اروپایانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.