هند د کاناډا په لسګونو ډيپلوماټان وباسي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139418
فارس خبري اژانس راپور راکړی د هندوستان او د کاناډا په اړیکو کښې د کړکیچ له زیاتیدا سره په یووخت نوي ډیلي له خپل هیواده د کاناډا د څلویشتو ډيپلوماټانو د وتلو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-10-03T09:25:19+00:00 )
Oct 03, 2023 13:47 Asia/Kabul
  • هند د کاناډا په لسګونو ډيپلوماټان وباسي

فارس خبري اژانس راپور راکړی د هندوستان او د کاناډا په اړیکو کښې د کړکیچ له زیاتیدا سره په یووخت نوي ډیلي له خپل هیواده د کاناډا د څلویشتو ډيپلوماټانو د وتلو غوښتنه وکړه.

هندوستان نن له کاناډا وغوښتل چې خپل څلویښت نور ډيپلوماټان له نوي ډیلي وباسي.

په کاناډا کښې د یوه سیک بیلتون غواړي مشر د وژلې پرسر د هندوستان او د کاناډا اړیکې خړې پړې شوي دي او دواړو هیوادونو د یوبل ډيپلوماټان ایستلي دي.

هندوستان په یوه الټي میټم کښې له کاناډا وغوښتل چې د اکتوبر تر لسمې نیټې پورې خپل ډيپلوماټان له نوي ډیلي وباسي او ګواښ یې وکړ له دغه نیټې وروسته  په هند کښې د کاناډا د ډيپلوماټانو مصونیت نه تضمینوي.