د تل لپاره له اوکراین سره مرسته نه شو کولای
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139886-د_تل_لپاره_له_اوکراین_سره_مرسته_نه_شو_کولای
د امریکا د سپینې ماڼۍ د استراتیژیکو چارو ږغملوونکی جان کربی رسنیو ته وویل اوکراین سره مو مرستو لپاره ۲۰۰ میلیون ډالره ځانګړې کړی دی، خو مرستې تل لپاره دوام نه شي موندلای.
(last modified 2023-10-13T08:18:01+00:00 )
Oct 13, 2023 12:46 Asia/Kabul
  • د تل لپاره له اوکراین سره مرسته نه شو کولای

د امریکا د سپینې ماڼۍ د استراتیژیکو چارو ږغملوونکی جان کربی رسنیو ته وویل اوکراین سره مو مرستو لپاره ۲۰۰ میلیون ډالره ځانګړې کړی دی، خو مرستې تل لپاره دوام نه شي موندلای.

د اوکراین د جنګ له پیله امریکا تر اوسه پورې ۱۱۳ میلیارد ډالره اوکراین ته ورکړي دي، خو د سپینې ماڼۍ د استراتیژیکو چارو ږغملوونکی جان کربی اعلان وکړ چي امریکا تر خپل وسه اوکراین سره مرسته کوي، خو دا مرستې د تل لپاره نه دي.

هغه وویل امریکا د لنډ مهاله مودې لپاره له اسرائیل رژیم او اوکراین سره مرسته کوي.

په وروستیو اونیو کې د امریکا په کنګرس کې جمهوري پالو اوکراین سره د نویو مرستو لپاره د بودیجې له ځانګړي کولو سره مخالفت کړی دی.

د اوکراین ولسمشر زلنسکي د اسرائیل په رژیم د حماس له عملیات او حالاتو له خرابېدو وروسته، اوکراین سره د غربیانو د مرستو د کمېدو څخه اندېښنه څرګنده کړې وه.