اسرائیل رژیم په فلسطیني وګړو د سپین فاسفوریک بمونه غورځوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139994-اسرائیل_رژیم_په_فلسطیني_وګړو_د_سپین_فاسفوریک_بمونه_غورځوي
د بخښنې نړیوالې ادارې په غزې کې په ملکي وګړو باندې د اسرائیل د رژیم له لورې د سپین فاسفوریک بمونو برید تائید کړی دی.
(last modified 2023-10-15T06:32:23+00:00 )
Oct 15, 2023 10:47 Asia/Kabul
  • اسرائیل رژیم په فلسطیني وګړو د سپین فاسفوریک بمونه غورځوي

د بخښنې نړیوالې ادارې په غزې کې په ملکي وګړو باندې د اسرائیل د رژیم له لورې د سپین فاسفوریک بمونو برید تائید کړی دی.

په صهیونیستانو باندې د فلسطیني مقاومت له ځپونکي عملیات وروسته، اسرائیل رژیم د غزې په فلسطیني میشتو سیمو د سپین فاسفوریک بمونو په وسیله پراخې بمبارۍ کړي دي چي د ماشومانو او ښځو په شمول ۱۳ زرو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ټي آر ټي له راپور سره سم، د بخښنې نړیوالې ادارې هم په غزې کې د صهیونیستانو له لورې د سپین فاسفوریک بمونو استعمالېدا تائید کړی دی، او کیمیاوي تسټونه ښودنه کوي چي اسرائیل رژیم د اکټوبر په اووهمه په عامو فلسطینیانو دغه زهرجن بمونه غورځولي دي.

سپین فاسفوریک بمونه له چاودنې وروسته، داسي زهرجن لوګي او ګاز رامینځ ته کوي چي سږې سوځوي او انسانان خفه کوي.