مطبوعاتو ته کتنه
د ایران اکثره ورځپاڼې په فلسطین کې د صهیونیستانو د جنایاتو او په غزې کې د بېګاه ماښام د زړه بوږنوونکي جنایت په هکله لیکنې کړې دي، خو مونږ به په سر کې د خراسان ورځپاڼه راواخلو چي په خپله سرپاڼه کې د صهیونیستانو د بوږنوونکی جنایت تر عنوان لاندې په غزې کې په یوه روغتون باندې د بمبار په هکله راپور ورکړی دی.
د ورځپاڼې له راپور سره سم، روغتون په داسي حال کې د اسرائیل د رژیم له لورې بمبار شوی چي په سلګونو زخمیان او عام وګړې په کښې وي او له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول له ۱۰۰۰ کسانو زیات شهیدان شوي او په لسګونه تنه ټپیان شوي دي.
ورځپاڼه لیکي: هره لحظه په غزې باندې د صهیونیستانو د ظلمونو او جنایاتو لړۍ شدت مومي، او په غزې کې د عمومي روغتون له بمبار نه وروسته، نور روغتونونو باندې هم برېښنا بنده شوې او تور تم په ټولې غزې پرېوتي دي.
د ورځپاڼې له راپور سره سم، صهیونیستانو او غربیانو په تېرو ورځو کې د حماس د غورځنګ د عمومي مشر اسماعیل هنیه په ضد د پروپاګن هڅه کړې ده او په دروغو ویلي دي چي د هغه اولادونه او ماشومان په بهر کې چرچې وهي او د غزې په حالاتو خبر نه دی. خو ورځپاڼه زیاتوي چي دې بمباریو کې د حماس د مشر د یوه زوی او څو لمسیانو په شمول د هغه د کورنۍ ۱۴ غړي هم شهیدان شوي دي.
ابرار
د تهران چاپ ابرابر ورځپاڼې بیا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي ټلفوني تماس ته انعکاس ورکړی دی چي په کښې د ایران ولسمشر پوټین ته د اسرائیل د رژیم په ضد د پراخو جنګونو د پیلېدو د امکاناتو په هکله خبر ورکړی دی.
د ورځپاڼې په وېنا، د ایران ولسمشر د غزې په تړاو د روسیې له دریځ څخه ستاینه کړې او په عین حال کې ویلی دي چي په غزې کې د فلسطینی عامو وګړو د وژلو په دوام سره، د اسرائیل د جنایتکار رژیم په ضد جنګونه له نورو لورو هم پیلېدایشي چي ورسره به حالات له کنټروله ووځي.
رئیسي همدارنګه د روسیې ولسمشر ته ویلي چي ایران او ورسره نورو هیوادونو له روسیې څخه د امنیت شورا د یوه غړي په توګه د دې تمه لري چي په غزې کې د فلسطیني د بې ګناه ولس د عام وژنې په مخنیوی کې خپل کردار ادا کړي.
د ورځپاڼې له راپور سره سم، د ایران ولسمشر ویلي چي له فلسطین څخه ملاتړ د ایران په بهرني سیاست کې لومړیتوب لري، خو مقاومتي ډلې خپلواکې دي او ایران له مقاومتي ډلو نه ملاتړ کوي او له ټولو نه غواړي چي د فلسطینیانو د دفاع مشروع حق څخه د اسرائیل د رژیم د عام وژنې په وړاندې ملاتړ وکړي.
ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا د غزې په هکله د دینی ستر عالم ایت الله محقق پیغام ته هم انعکاس ورکړی دی چي په کښې په غزې کې د صهیونیستانو د جنایاتو په وړاندې د مسلمانانو په چوپتیا یختې نیوکې کړي دي.
هغه په خپل پیغام کې د نړیوالو په چوپتیا هم نیوکې کړي او ویلي دی چي له مظلومانو څخه ملاتړ د اسلام د مبین دین له اساسي تعلیماتو څخه دی او اسلامي هیوادونو او مسلمانو ولسونو ته پکار دی چي په غزې کې د صهیونیستانو د جنایاتو په وړاندې لاس تر زنې پاتې نه شي.
کیهان
د تهران چاپ دغه ورځپاڼه په خپله لومړۍ پاڼه کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای وېناو ته انعکاس ورکړی دی چي یې اسرائیل رژیم ته ګواښ کړی دی.
د ورځپاڼې له راپور سره سم، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فلسطینیانو په ضد د صهیونیست رژیم جنایاتو د ټولو نړیوالو په وړاندې یوه روښانه مساله وباله او خبرداری یې ورکړ چي د صهیونیستانو د جنایاتو په دوام سره، د مسلمانانو صبر او زغم ختمیږي او نور څوک د مقاومتي ډلو مخنیوی نه شي کولای.
هغوی د دې په بیانولو سره چي صهیونیست رژیم په دې څو ورځو کې په زرګونو ښځو او ماشومانو ته مرګژوبله اړولې ده، وفرمایل چي د اسرائیل د رژیم د اوسنیو جنایاتو او سیاست تنظیموونکی امریکا ده.
ورځپاڼه په یو بل خبر کې لیکي: اسرائیل رژیم له څو ورځو نه را په دې خوا په غزې باندې د ځمکني عملیاتو لپاره چمتووالې نیوله خو د ضرالعجل په ختمېدو سره اعلان وکړ چي د ناوړه هوا او موسم د امله یې عملیات ځنډولی دی.
خو کیهان ورځپاڼه د اورشلیم پسټ په حواله لیکلی دی چي ناوړه موسم صرف یوه پلمه ده، صهیونیست رژیم د حزب الله له ویرې نه په غزې کې د ځمکني عملیات له تر سره کولو څخه پښېمانه شو.
د ورځپاڼې له راپور سره سم، اسرائیل رژیم غزې باندې ځکه برید نه کوي ځکه ویریږي حزب الله ورباندې له شمالي سرحد نه هم برید وکړي. خو ورځپانه د اورشلیم پسټ په حواله لیکی ممکنه ده غزې باندې د اسرائیل ځمکنی برید ځنډول شوی وي، خو اسرائیل رژیم د ځمکني عملیات د تر سره کولو لپاره جدي اراده لري.
اطلاعات
د تهران چاپ دغې ورځپانې په غزې کې په روغتون باندې د صهیونیست رژیم له بمبار او په یو وخت د ماشومانو او مېرمنو په شمول د ۱۰۹۰ کسانو د شهادت نه وروسته، بېګاه ماښام د ایران په مختلفو ولایتونو کې د فلسطین نه په ملاتړ کې د ولسي مظاهرو خبر ورکړی دی.
همدارنګه ورځپاڼه په یو بل خبر کې لیکي چي بی بی سي خپل ۶ خبریالان په دې خاطر باندې له کاره ایستی دی چي د فلسطین سره یې خواخوږي ښودلې وه، همدارنکه ګاردین هم خپل یو کاریکاټوریست چي ۴۰ کاله یې ورسره کار کړي وه د اسرائیل د رژیم د سرغنه نتانیاهو باندې د نیوکو په خاطر له کاره ایستی دی.
اوس به هم ولاړ شو د افغانستان مطبوعاتو ته خو یادونه کوم چي مونږ د افغان مطبوعاتو مطالب د هغوی له انلاین ویب پانو څخه رااخلو او زمونږ د دریځ ښودونکې نه ده.
لومړی به راشو مسیر ورځپاڼې ته.
دغه ورځپاڼه لیکی: د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې له پاکستانه غوښتي چې په ډلهییز ډول د افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډوي.
مسیر زیاتوي چي د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې، د کارپوهانو دې ډلې چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی «ریچارډ بېنیټ» یې هم غړی دی، ویلي چې پاکستان باید افغانستان ته د شاوخوا ۱.۴میلیونه کډوالو د ایستلو پرېکړه بیرته واخلي.
په راپور کې ویل شوي چې دا پرېکړه به هغه افغانان زیانمن کړي چې د یوه خوندي ژوند په تمه پاکستان ته کډه شوي.
د ورځپاڼې په وېنا د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې مېشتو غیر قانوني افغان کډوالو ته د روانې اکټوبر میاشتې ترپایه وخت ورکړی چې له دغه هېواد څخه ووځي، که نه په زور به یې وباسي.
کلید انلاین خپرونه
دغه خپرونه لیکی: د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ویلي، چې د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې د ۲۱۴۶ کورونو جوړېدو کار پیل شوې. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا کورونه به معیاري او د ښارګوټي په بڼه د تلې د ۱۵مې زلزله ځپلو لپاره د هرات د زنده جان ولسوالۍ په سیاه آب سیمه کې جوړیږي. ویل کیږي، چې د ژمي له رارسیدو وړاندې به دا ښارګوټی بشپړ او هرات د وروستۍ زلزلې اړمنو خلکو ته ووېشل شي.
په بهرنیو ورځپاڼو کې هم انډپنډنټ بیا ځلې په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستې په ضرورت باندې په ټینګار سره یو مطلب خپور کړی دی.
ورځپانې په مطلب کې لیکلي، لسګونو هغه ماشومانو چې د مور شیدې خوري، میندې له لاسه ورکړي. میلیونونه کسان بې کوره شوي ځکه د ورځپانې په وینا، په افغانستان د بېړنۍ مرستې رسولو سیستم له منځه تللی دی.
وړاندې راغلي چې د هرات د تېرې اوونۍ په زلزلو کې څه باندې ۲۰ زره کسان په ۳۰ ولسوالیو کې زیانمن شوي او شاخوا دوه زره نور وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې مشرې سلما بن عیسی انډپنډنټ ته ویلي، د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې یې سلګونو تر دوه کاله کم عمره ماشومان موندلي چې میندې يې په زلزله کې مړې شوې وې.
هغې اندېښنه ښودلې چې دوی ونه توانیدل داسې میندې پیدا کړي چې دغو پاتې شویو ماشومانو ته شیدې ورکړي او خپله دا کمېټه هم د دې ماشومانو لپاره د خوړلو شیدې نه شي برابرولی.
[عابدی1] ورځپانه د مېرمن عیسی په حواله وايي، له دې وړاندې په افغانستان کې ماشومان د خوړو له کمښت سره مخامخ وو، او له دې بحران سره سم ژمی راروان دی او کورنۍ او ماشومان نه د سرپناه ځای لري او نه هم تاوده کالي.