امریکایي خبریالې او د سولي فعاله:
امریکا په فلسطین باندې د صهیونیستانو په جنایاتو کې ګرمه ده
امریکایي رسندویې فعالې ویلي چي د فلسطیني ماشومانو او ښځو د عام وژنو په جرم کې امریکا له اسرائیل رژیم سره مرسته کوي او په جرم کې ورسره شریکه ده.
جویس آجلونی امریکایي خبریاله او د عیسویانو د خدماتي کمیټې مشره ویلي چي اسرائیل رژیم په غزې کې په سن پرفیریوس کلیسا باندې بمبار کړی دی حال دا چي د فلسطین عامو وګړو هلته پناه وړې وه.
هغې زیاتوي چي د امریکا ولسمشر بایډن په داسي حال کې غزې سره د انساني مرستو خبره کوي چي امریکا د فلسطینیانو په عام وژنه کې ستر رول لوبوي، خو په غزې کې د دوه میلونو او دوو لکو فلسطینیانو لپاره د ۲۰ ګآدو استول یوه توکه ښکاري.
آجلوني یادونه وکړه چي د تاریخ په اوږدو کې مذهبي ځایونه په جنګونو کې د ښځو او ماشومانو پناه ځای پاته شوي دی خو اسرائیل رژیم په دغو سپېڅلو ځایونو هم له برید نه ډډه نه کوي.
دا په داسي حال کې دی چي صهیونیست رژیم له دوو اونیو را په دې خوا په غزې باندې برق، اوبه، خوراکې توکې او درمل بند کړی او په څلورویشت ساعته توګه پرې بمبارۍ کوي.