ترکیه له فلسطین څخه په ملاتړ کې سیمه ایزه غونډه جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i140584-ترکیه_له_فلسطین_څخه_په_ملاتړ_کې_سیمه_ایزه_غونډه_جوړوي
د ترکیې حکومت د پنځو عربو هیوادونو مشرانو ته بلنه ورکړې ده چي له فلسطین څخه په ملاتړ کې په غونډه کې ګډون وکړي.
(last modified 2023-10-27T07:47:41+00:00 )
Oct 27, 2023 12:15 Asia/Kabul
  • ترکیه له فلسطین څخه په ملاتړ کې سیمه ایزه غونډه جوړوي

د ترکیې حکومت د پنځو عربو هیوادونو مشرانو ته بلنه ورکړې ده چي له فلسطین څخه په ملاتړ کې په غونډه کې ګډون وکړي.

د ترکیې حکومت د دې هیواد په استانبول ښار کې د صهیونیست رژیم په ضد یوه سرتاسري لاریون تر سره کوي.

ټاکل شوې ده چي د لاریون په ترڅ کې له فلسطین نه په ملاتړ کې یوه غونډه هم وشي، د عربستان، مصر، لیبی، لبنان او اردن مشرانو هم دې لاریون ته وربلل شوي دي.

په دغه لاریون کې چي سبا ورځ تر سره کیږي د عامو خلګو تر څنګ د رسنیو استازي، ورزشکاران، سوداګران، هنرمندان او سیاسي چارواکي ګډون کوي.