ترکیه له فلسطین څخه په ملاتړ کې سیمه ایزه غونډه جوړوي
Oct 27, 2023 12:15 Asia/Kabul
د ترکیې حکومت د پنځو عربو هیوادونو مشرانو ته بلنه ورکړې ده چي له فلسطین څخه په ملاتړ کې په غونډه کې ګډون وکړي.
د ترکیې حکومت د دې هیواد په استانبول ښار کې د صهیونیست رژیم په ضد یوه سرتاسري لاریون تر سره کوي.
ټاکل شوې ده چي د لاریون په ترڅ کې له فلسطین نه په ملاتړ کې یوه غونډه هم وشي، د عربستان، مصر، لیبی، لبنان او اردن مشرانو هم دې لاریون ته وربلل شوي دي.
په دغه لاریون کې چي سبا ورځ تر سره کیږي د عامو خلګو تر څنګ د رسنیو استازي، ورزشکاران، سوداګران، هنرمندان او سیاسي چارواکي ګډون کوي.
ټیګونه