په فرانسه کې د غزې په ملاتړ مظاهرو باندې بندیز
Oct 27, 2023 12:23 Asia/Kabul
په فرانسې کې د پولیسو عمومي مشر اعلان وکړ چي د شنبې له ورځې په دغه هیواد کې څوک له فلسطین څخه په ملاتړ کې د مظاهرې حق نه لري.
د فرانسې د پولیسو مشر لوران نونه په دغه هیواد کې له فلسطین څخه په ملاتړ کې په هر ډول مظاهرو باندې بندیز ولګول او خلګو ته یې سخته خبرداري ورکړه.
هغه زیاته کړې ده چي خلګ له فلسطین نه ماسېوا په نورو مسائلو باندې د مظاهرې حق لري، خو له فلسطین څخه ملاتړ ممنوع ده.
دا په داسي حال کې دی چي ټاکل شوې وه سبا یعني د شنبې په ورځ په پاریس کې خلګو د فلسطیني ښځو او ماشومانو د عام وژنې په غندنه کې د اسرائیل د رژیم په ضد لاریون وکړي.
تیرو ورځو کې هم په فرانسې کې خلګو له فلسطین نه په ملاتړ کې لاریون کړي وه او د دې هیواد حکومت یې د اسرائیل
ټیګونه