داسې ښکاري چې نړۍ په غزې کښې د جنګ د بندولو لپاره د تحرک وس نه لري
د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال اعلان وکړ چې "په غزه کې ښځې، نارینه او ماشومان تر مرګ تر حده د لوږې او بمبارۍ سره مخامخ دي"
د ایرنا د راپور له مخې مارتین ګریفیتس وویل چې په ظاهره نړۍ د دې توان نه لري چې په غزه کې د جګړې د بندولو لپاره اقدام وکړي او یا نه غواړي چې دا کار وکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال دوام ورکړ: "په غزه کې نور اړخونه باید اوربند ته غاړه کیږدي، ځکه چې دا د بشري مرستو د لیږلو یوازینۍ لار ده."
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سرمنشي ګریفیتس همداشان ویلي چې "په اوسني وضعیت کې د غزې د جګړې د بندولو لپاره د اقدام ناکامي به له سیمې بهر پایلې ولري، ځکه چې دا یو نړیوال بحران دی."
تر اوسه د غزې په جګړه کې د شهیدانو شمېر ۸۷۹۶ تنو ته رسېدلی چې ۳۶۴۸ یې ماشومان او ۲۲۹۰ ښځې دي او د ټپیانو شمېر ۲۲۲۱۹ تنو ته رسېدلی دی.