Nov 02, 2023 13:10 Asia/Kabul
  • له فلسطین څخه د شمالي کوریا د رهبر ملاتړ

د جنوبي کوریا د استخباراتو ادارې ادعا کړې چې د شمالي کوریا مشر د دغه هیواد چارواکو ته امر کړی چې د صهیونیسټي رژیم د حملو او تیریو په وړاندې د فلسطین له خلکو ملاتړ وکړي.

د جنوبي کوریا د استخباراتو ادارې ادعا کړې چې د شمالي کوریا مشر د دغه هیواد چارواکو ته امر کړی چې د صهیونیسټي رژیم د حملو او تیریو په وړاندې د فلسطین له خلکو ملاتړ وکړي.

د فلسطین د مقاومت غورځنګ (حماس) د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په ځواب کې د اکتوبر اوه ویشتمې څخه له غزې څخه په نیواک شویو سیمو کې د صهیونیسټی رژیم د پوځونو پرضد هر اړخیز عملیات پیل کړي.

صهیونیسټ رژیم د غزې د کلابندۍ په ترڅ کې د فلسطینیانو د استوګنې په سیمو بمبارۍ او د فلسطینیانو په وژلو پیل کړی دی.

 د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، پر غزې د اسرائیلو په پرله پسې بریدونو کې تر ۸۸۰۰ ډېر فلسطینیان شهیدان شوي، چې نیمايي یې ماشومان دي.

د ایسنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د جنوبی کوریا د استخباراتو ادارې ادعا کړې چې د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون د دغه هېواد چارواکو ته امر کړی چې د صهیونیسټی رژیم د حملو په مقابل کې د غزې د خلکو ملاتړ وکړي.

دغه راز د جنوبي کوريا پارلمان د دغه هېواد له استخباراتو ادارې سره په ليدنه کې ادعا کړې، چې شمالي کوريا پخوا هم حماس ته وسلې ورکړې دي.

په همدې حال کې پیونګ یانګ دغه تورونه رد کړي دي.

به گزارش خبرگزاری ایسنا، آژانس جاسوسی کره جنوبی مدعی شد، «کیم جونگ اون» رهبر کره شمالی به مقامات این کشور دستور داده است تا از مردم غزه در برابر حملات رژیم صهیونیستی حمایت کنند.

 

همچنین قانونگذاران کره جنوبی در جلسه‌ای با آژانس جاسوسی این کشور ادعا کردند، کره شمالی پیش از این تسلیحاتی در اختیار حماس قرار داده است.

این در حالی است که پیونگ یانگ این اتهامات را رد کرده است.

 

ټیګونه