د امریکا او د اروپا خلکو د اسرائیلو جنایتونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i141040-د_امریکا_او_د_اروپا_خلکو_د_اسرائیلو_جنایتونه_وغندل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په واشنګټن کښې پرون په زرګونو خلکو د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو د ملاتړ لپاره په واټونو کښې مظاهرې وکړې او د غزې د بې دفاع خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونه یې وغندل.
(last modified 2023-11-04T23:47:28+00:00 )
Nov 05, 2023 02:09 Asia/Kabul
  • د امریکا او د اروپا خلکو د اسرائیلو جنایتونه وغندل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په واشنګټن کښې پرون په زرګونو خلکو د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو د ملاتړ لپاره په واټونو کښې مظاهرې وکړې او د غزې د بې دفاع خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونه یې وغندل.

د واشنګټن اعتراض کونکو په غزې تړانګې باندې د حملو او د دغه سیمې د کلابندۍ د ختمولو غوښتنه وکړه.

پرون د امریکا په پنسلوانیا ایالت کښې هم خلکو د فلسطین د غزې د تړانګې د وسیدونکو په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې.

دغه راز پرون د جرمني ، د فرانسې د هالینډ په شمول په ډیرو اروپايي هیوادونو کښې  خلکو د فلسطین له ولس سره د پیوستون لپاره په واټونو کښې مظاهرې وکړې او د غزې د تړانګې د خلکو پرضد یې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د بندیدا غوښتنه وکړه.

له دې سره سره چې ډیرو لویدیځو هیوادونو د صهیونیسټ رژيم ملاتړ کړی خو د بیلابیلو هیوادونو خلکو د اسرائیلو د حملو او د بمباریو په هکله چې د فلسطین د غزې تړانګې د ډیرو بې ګناه خلکو د وژل کیدا او ژوبلیدا سبب شوي دي د اندیښنې په څرګندولو سره د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو د خپلو حکومتونو ملاتړونه غندلي دي.