غزې تړانګه د ماشومانو په قبرستان بدله شوي ده
فارس خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د چین استازي وویل د اسرائیلو دوامداره بمباریو د فلسطین غزې تړانګه د ماشومانو په هدیرې بدله کړي ده.
په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم وحشیانه حملو او د ملکي وګړو وژلې د فلسطین مسله د نړیوال پام په مرکز بدله کړي ده.
په ملګروملتونو کښې د چین استازي« ژانګ جون» د فلسطین په غزې تړانګې کښې په چټک ډول د اوربند د ټینګولو پرضرورت ټینګار وکړ.
د چین دغه ډيپلوماټ له ټولو لورو وغوښتل چې د جنګونو د بندولو او د ملکي وګړو د ژوند د ساتلو لپاره اقدام وکړي.
د چین خارجه وزارت هم پرون په یوې بیانیې کښې د ملګروملتونو په امنیت شورا باندې د پیکینګ د پړاویزې مشرې په هکله وویل په فلسطین کښې د سولې د ټینګیدا لپاره به خپله ټوله هڅه وکاروي.
چین ټینګار وکړ د پیکینګ روښانه او پریکنده دریخ د ختیځ قدس په پلازمینې سره د نولس سوه اوه شپیتم (۱۹۶۷) میلادي کال د سرحدونو پراساس د فلسطین هیواد جوړول دي.