تاجیکستان ته د طالبانو ډيپلوماټان استول کیږي
تسنیم خبري اژانس د افغانستان د رسنیو په قول نن راپور ورکړ د طالبانو د خارجه وزارت ډيپلوماټان په تاجیکستان کښې د کابل په سفارت کښې د فعالیت لپاره دوشنبې ښار ته استول کیږي.
د طالبانو خارجه وزارت په یوه لیک کښې فیض الله په تاجیکستان کښې د خپل هیواد د سفارت د لومړي سیکرټر په توګه ټاکلی دی.
د دغه لیک پراساس د طالبانو حکومت ژمن شوی دی چې په تاجیکستان کښې د افغانستان د سفارت د کارکونکو مخکني پاتې معاشونه هم ورکړي.
دا په داسې حال کښې دي چې تاجیکستان د طالبانو د حکومت له ځینو مخالفانو سره نږدې اړیکې لري.
په تاجیکستان کښې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر په ځلونو د کابل د اوسنیو چارواکو پرضد دریځ غوره کړی دی.
سره له دې تاجیکستان د افغانستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو طالبان نیت لري د څو ډيپلوماټانو دوشنبې ته په استولو سره په دغه هیواد کښې شتون ته رسمیت وربخښي.