Nov 11, 2023 13:36 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم ته د وسلو د صادراتو له امله له اسټرالیا څخه شکایت

په استرالیا کې د مدني او بشري حقونو ډلو له استرالیا څخه اسراییلو ته د وسلو د صادراتو په اړه خبرداری ورکړی.

د فلسطینیانو په خلاف د صهیونیسټ رژیم جنایتونو له امله د نړۍ مسلمانانو سربېره غیرې مسلمان ملتونو هم غبرګونونه ښودلي.

د نړۍ په اکثریت ټولو هیوادونو کې په غزه کې د صهیونیسټ رژیم او د صهیونیسټانو د جنایتونو پرضد لاریونونه ترسره شوي.

د صدا او سیما خبري اژانس د شنبې په ورځ ویلي، د مدني او بشري حقونو څو ډلو له استرالیا څخه اسرائیلو ته د وسلو د صادراتو له امله محکمې ته شکایت کړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې په غزې کې د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو مخالفان به سبا په استرالیا کې پراخه لاریونونه وکړي.

په دې منځ کې د بشري حقونو څو ډلو د استرالیا د خلکو پام اسراییلو ته د دغه هېواد د وسلو صادراتو ته اړولی دی.

د استرالیا یو له خورا محرمو او پراخو صادراتو قضیه د سیډني او میلبورن له بندرونو څخه نیول شویو سیمو ته د وسلو او مهماتو صادرولو پورې اړه لري.

د میلبورن په بندر کې د چهارشنبه له لاریون وروسته ، چیرې چې فعالانو د اسراییلو د زیم بار وړونکي شرکت څخه د بار وړونکو لاریو مخې ته ودریدل او د وسلو د لیږد مخه یې ونیوله، نن شنبه هم د سیډني په بندر کې د اسراییلي کښتیو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره ورته مظاهره پلان شوې ده.

د استرالیا د زرغون ګوند سناتور ډیویډ شوبریج تیره سه شنبه په پارلمان کې وویل چې ډیر لږ خلک پوهیږي چې استرالیا په نړۍ کې د وسلو د صادراتو ترټولو پټ او بې حسابه سیسټم لري.

د یادولو وړ ده چې تیره ورځ په میلبورن ښار کې د استرالیا د خلکو مظاهرې د پولیسو په مداخلې سره په تاوتریخوالي واوښتې.

د وروستیو راپورونو له مخې پر غزې د صهیونیسټي رژیم د حملو له پیله تر اوسه د فلسطین د شهیدانو شمېر له ۱۱ زرو څخه اوښتی دی او د دغو حملو زیاتره قربانیان ښځې، ماشومان او سپین ږیري دي.

 

ټیګونه