ریاض کښې د عربي او اسلامي غونډې پاییزه بیانیه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i141392-ریاض_کښې_د_عربي_او_اسلامي_غونډې_پاییزه_بیانیه
په ریاض کښې عربي او اسلامي هیوادونو د سرمشریزې د پاې په خبرپاڼه کښې د غزې د محاصرې په بشپړه ماتیدو او سمدستي ورته د انساني مرستو په رسیدو ټینګار وشه.
(last modified 2023-11-11T23:29:51+00:00 )
Nov 12, 2023 03:58 Asia/Kabul
  • ریاض کښې د عربي او اسلامي غونډې پاییزه بیانیه

په ریاض کښې عربي او اسلامي هیوادونو د سرمشریزې د پاې په خبرپاڼه کښې د غزې د محاصرې په بشپړه ماتیدو او سمدستي ورته د انساني مرستو په رسیدو ټینګار وشه.

په ریاض کښې عربي او اسلامي هیوادونو د سرمشریزې د پاې په خبرپاڼه کښې د غزې د محاصرې په بشپړه ماتیدو او سمدستي ورته د انساني مرستو په رسیدو ټینګار وشه.

د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو د څیړنې په موخه د عرب اتحادیې او اسلامي کانفرنس ګډه غونډه پرون د عربو او اسلامي هیوادونو د مشرانو په ګډون په ریاض کښې ترسره شوه.

د دغې غونډې په پاییزې خبرپاڼې کښې د غزې په تړانګې د نیواکګر رژيم د حملې او د جنګي جنایتونو او پراخو وژلو د غندل کیدو په ترڅ کښې د دغې سیمې د محاصرې په ختمیدو او ورته د انساني مرستو د قافلو په سمدستي رسیدو ټینګار وشه چې په کښې خوراکي او درملیز شیان او سونګ شامل دي.

په خبرپاڼه کښې همداشان ټيانګار شوی دی: له امنیت شورا غواړو چې د اسرائيلو له خوا پّ غزه کښې دروغتونونو د بوږنونکې ورانونې د غندلو لپاره سمدستي پریکړه وکړي. مونږ همداشان له ټولو هیوادونو غواړو چې نیواکګرو چارواکو ته د وسلو صادرات بند کړي.