اروپايان هماغه راز د روسیې ګاز استعمالوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i141420-اروپايان_هماغه_راز_د_روسیې_ګاز_استعمالوي
رشیاټوډې ټیلي ويژن راپور ورکړی د روسیې د «ګازپروم» شرکت عامل مدیر« الکسي میلر» په یوې وینا کښې وویل د اروپايي اتحادیې یوشمیر هیوادونه چې مخکې یې ادعا کوله له روسیې د ګازو اخیستل به په کامل ډول څنګ ته کړي هماغه راز د ماسکو د ګازو اخیستلو ته دوام ورکوي.
(last modified 2023-11-12T07:52:43+00:00 )
Nov 12, 2023 12:18 Asia/Kabul
  • اروپايان هماغه راز د روسیې ګاز استعمالوي

رشیاټوډې ټیلي ويژن راپور ورکړی د روسیې د «ګازپروم» شرکت عامل مدیر« الکسي میلر» په یوې وینا کښې وویل د اروپايي اتحادیې یوشمیر هیوادونه چې مخکې یې ادعا کوله له روسیې د ګازو اخیستل به په کامل ډول څنګ ته کړي هماغه راز د ماسکو د ګازو اخیستلو ته دوام ورکوي.

د روسیې ګازپروم شرکت چې یووخت د اروپايي اتحادیې د ګازو اصلي تامینونکی و په دوه زره دوه ویشتم میلادي کال کښې د لویدیځو هیوادونو لخوا له بایکاټ لګولو او په نورډ سټریم نل لیکې کښې د ورانکارۍ له ترسره کولو وروسته اروپايي اتحادیې ته د خپلو ګازو صادرات ډیر کم کړل.

نورډ اسټریم نل لیکه چې د بالټیک سمندر له تل څخه تیریږي د روسیې طبیعي ګاز اروپايي اتحادیې ته منتقلوي.

د روسیې د ګاز پروم شرکت عامل مدیر الکسي میلر که څه هم د اروپايي اتحادیې له اوویشتو غړیو هیوادونو څخه د خپلو ګاهکانو نومونه  ایشوا نکړل خو ویې ویل روسیه حاضردمه خپل ګاز د اوکراین له لارې د اسټریا هیواد مرکز ته انتقالوي کوم چې د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو د ګازو د تامینولو ستر مرکز ګڼل کیږي.

السکی میلر د روسیې د هغو ګازو په هکله چې د اروپايي اتحادیې هیوادونو ته ورکول کیږي هیڅ جزیات ورنکړل خو په دې مسلې باندې یې  ټينګار وکړ د ګازو خرڅول یوه فراملیتي مسله ده او له رنګ او بیرغ سره کوم ارتباط نلري.