په هند کې د افغانستان سفارت وتړل شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i142038-په_هند_کې_د_افغانستان_سفارت_وتړل_شو
د هند په نوي ډهلي کې د افغانستان «سفیر» فرید ماموندزی وایي چې په دې هېواد کې د افغانستان سفارت دایمي‌ وتړل شو.
(last modified 2023-11-24T04:47:48+00:00 )
Nov 24, 2023 07:55 Asia/Kabul
  • په هند کې د افغانستان سفارت وتړل شو

د هند په نوي ډهلي کې د افغانستان «سفیر» فرید ماموندزی وایي چې په دې هېواد کې د افغانستان سفارت دایمي‌ وتړل شو.

د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، خواشینی دی چې د سفارت د بندېدو اعلان کوي.

نوموړي لیکلي، چې په نوي ډیلي کې یې ډیپلوماټیک ماموریت د هند حکومت له‌خوا د دوامداره ننګونو له امله تېره ورځ وتړل شو.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه پرېکړه د سپټمبر په ۳۰مه نېټه د سفارت له‌خوا د مخکینیو عملیاتو د بندېدو څخه وروسته کېږي او دغه ګام په دې هیله اخیستل شوی، چې د هند د حکومت درېځ به په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د نورمال دوام له پاره په مطلوب ډول بدل شي.