د کاناډا ګراني؛ خلک مجبوره شوي خپل نیم چپر کټونه په کرایه ورکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د کاناډا د ټورنټو ښار یوې میرمنې «انیا ایټنګر» خپل نیم چپرکټ په کرایې د ورکولو اعلان کړی.
د کاناډا په تر ټولو ګرانبیه سیمې ټورنټو کښې د کورونو کرایې بیخي جګې دي او له اسمان سره خبرې کوي او همدغه وجه ده چې یوې میرمنې د خپل څپرکټ نیمه برخه په کرایې د ورکولو لپاره په اینټرنیټ باندې یوه خبرتیا خپره کړي ده.
دغه خبرتیا د ځنګل د اور په شان په اینټرنیټ خپره شوي او خلک ورباندې ډول ډول تبصرې او شننې کوي.
د کاناډا دغه میرمن خپل نیم څپر کټ په نهه سوه کانادايي ډالرو باندې په کرایه ورکوي.
دغه میرمنې په خپل اشتهار کښې ویلي دي چې د کاناډا د ټورنټو د کورونو او د جایداد مارکیټ له دې زیات نور څه خراب شي او حالات دې ځاې ته رسیدلي دي چې اوس څپرکټ هم په کرایې ورکول کیږي.
د کاناډا دغه میرمنې انیا ایټنګر وویل زه د یوې داسې میرمنې په لټون کښې یم چې زما نیم چپرکټ په کرایې واخلي.
دا په داسې حال کښې دي چې د دنیا له ډیرو هیوادونو څخه خلک کاناډا ته د ښه ژوند په هیله تللي دي خو دغه خارجي مهاجرین اوس له ډيرو اقتصادي مشکلاتو په تیره بیا د کورونو د کرایو په برخو کښې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.