ورځپاڼو ته کتنه ۲۳-۳-۹۵
د تهران چاپ د نورو ورځپاڼو په شان اطلاعات ورځپاڼې هم یو ځل بیا د خداے د ګران رسول (ص) د بیبیانو د توهین د منعې په اړه د اسلامی انقلاب د معظم رهبر بیانات راخېستی دی.
ورځپاڼې ولیکل، د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای صدف کوثر او د حضرت بی بی خدیجه (س) تکریم نومې سیمینار د کارکوونکو په کتنه کښې وفرمایل: د خداے د ګران رسول (ص) د نورو بیبیانو په اړه تعریض یعنې اشارتاً بده خبره نه ده پکار،ځکه چې د پېغمبراکرم (ص) بیبیانې محترمې دی. هر چا چې د هغوی سپکاوے وکړ که هغه هره یوه وی نو د پېغمبر (ص) سپکاوے یې کړے دے. معظم رهبر زیاته کړه.... دا زۀ په پرېکنده توګه وایم.....امیرالمومنین (ع) له جناب بی بی عائشې سره همدغسې سلوک وکړ... له هغې ښځې سره چې له هغۀ سره یې جنګ ته رادانګلی وو داسې له احترامه ډک سلوک وکړ. په دې وجه چې د پېغمبر اکرم (ص) مېرمن وه، ګنې امیرالمومنین له چا څخه ملاحظه نه لری. نو بس حتماً تعریض یعنې اشارتاً بد ویل هم نه دی پکار.
------
ورځپاڼې د ایران د اسلامی شورا د جرګې د مشر ډاکټر علی لاریجانی په حوالې سره ولیکل، د ایران د رېډیو او ټیلی ویژن اداره پکار دی د ټولنې ټول طبقات خپل مخاطبان وګرځوی.
----------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف د اوسلو فروم نومې غونډې ترڅنګه د امریکې د بهرنیو چارو له وزیر جان کیری او د اروپائی اتحادیې د بهرنی سیاست له مشرې مېرمن موګرینی سره کتنه کوی.
--------
ورځپاڼې د یمن د پخوانی ولسمشر عبدا... صالح په حوالې سره ولیکل، د یمن په باره کښې د کویت له خبرو اترو څخه د سعودی مقصد وخت تېرول دی.
-------
ورځپاڼې ولیکل، د سوریې د دمشق په زېنبیه سیمه کښې د ترهه ګرۍ د چاودنې له امله شل تنه ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول.
-----
ورځپاڼې ولیکل، داعش له فلوجې څخه په تښتېدونکو ګولۍ اورولې چې له امله یې دېرش تنه مړۀ یا ژوبل شول.
------
اطلاعات ورځپاڼې د القاعدې ترهه ګرې ډلې د سرغنه ایمن الظواهری د غږیز پېغام په حوالې سره ولیکل، دغې ډلې د طالب ډلې له نوی سرغنه هېبت ا... اخوند زاده څخه ملاتړ اعلان کړ.
-------
د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې ولیکل، د امریکې ولسمشر په افغانستان کښې د امریکائی ځواکونو اختیارات زیات کړل.
---------
ورځپاڼې د عراقی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد فوځی او ولسی ځواکونه د فلوجې د مرکز په لور د پرمختګ په حال کښې دی.
--------
ابرار ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د سمندری ځواک قوماندان د اوبو د سطحې او تر سطحې لاندې د ډېرو پرمختللیو لانچونو د مخ کتنې خبر ورکړ.
-------
ورځپاڼې ولیکل، د امریکې ولسمشر باراک اوباما ددغه هېواد د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې په رسمی توګه له مېرمن کلېنټون څخه ملاتړ اعلان کړ.
--------
د تهران چاپ ایران ورځپاڼې د اسلامی ایران د عدلیې د وزیر حجتالاسلام والمسلمین مصطفی پورمحمدی په حوالې سره ولیکل، تېر کال په منا کښې د حاجیانو په وژله کښې د سعودی د جرم موضوع به په نړیوالو ټولنو کښې تعقیبه شی.
-----------
ورځپاڼې د ایران د تېلو د شرکت د نړیوالو چارو د مدیر سیدمحسن قمصری په حوالې سره ولیکل، له اروپا سره د تېلو له شپږو لکو نه تر اوو لکو بېرل تېلو پورې له لاسلیک شویو تړونونو څخه اتیا فیصده عملی شوی دی. هغۀ زیاته کړه برجام اروپا ته د تېلو د صادرولو بند مات کړ.
-------
ورځپاڼې د کېنېډا د بهرنیو چارو وزیر سټیفن ډیون په حوالې سره ولیکل د اوټاوا او تهران ترمېنځ د تعلقاتو او ملګرتیا لپاره سلامشورې شروع شوې دی.
-------
د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت استازی وویل، ماسکو او تهران د بشری حقوقو له اوزاره د لویدیځ له ناوړه استفادې سره مخالف دی.
-------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل، د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې هندی ځواکونو یو کشمیری مشر یاسین ملک یو ځل بیا ونیوۀ او دوه نور مشران سید علی ګېلانی او میرواعظ یې نظر بند کړل.
----------
ورځپاڼې د طالب ډلې سرچینو په حوالې سره ولیکل دغې ډلې په افغانستان کښې د شپږویشتو افغان ځواکونو د وژلې او د دریو سرکاری ټینکونو د تباه کولو ادعا وکړه.
-------
جنګ ورځپاڼې د لېبیا د رسنیو له قوله ولیکل د دغه هېواد فوځی ځواکونوسرت بندری ښار د داعش ترهه ګرو له قبضې ازاد کړ.
--------
د ورځپاڼې د لیکنې له مخې په جرمنی کښې په زرګونو خلقو په پاکستان، افغانستان، عراق، سوریې او یمن کښې د امریکې د ډرون حملو او پکې د بېګناه خلقو د وژلې په خلاف مظاهرې وکړې.
--------
ورځپاڼې د جاپانی سرچینو له قوله ولیکل د دغه هېواد په له سلو نه په زیاتو جوماتونو کښې د مسلمانانو لخوا د روژه ماتی او پېشمنیو پروګرامونه جوړیږی.
--------
ورځپاڼې په اسلام آباد کښې د یو لړ شمېرنو له مخې ولیکل، په پاکستان کښې د تېر کال په نسبت د ترهه ګرۍ په واقعاتو کښې اتیا فیصده او په پائېتخت کښې د سړی تښتونې په پېښو کښې درې اتیا فیصده کمښت راغلے دے.
------
د ولسی جرګې له خوا د انتخاباتی اصلاحاتو په اړه د ولسمشر د فرمان بې برخه لیکه پاتې کېدل او په افغانستان کې امریکایی ځواکونو ته د واکونو زیاتول د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب دی.
اطلاعات روز ورځپاڼې لیکلی چې ولسی جرګې د انتخاباتی کمېسیونونو د تشکیل، دندو او صلاحیتونو په اړه د ولسمشر دویم اصلاحی فرمان پرون هم تصویب نه کړ او بلې ورځې ته وځنډید.
---------
ملی ارمان ورځپاڼې بیا په دې اړه لیکلی دی چې، یو شمېر وکیلان د دې لپاره د انتخاباتی کمېسیونونو د تشکیل، دندو او صلاحیتونو په برخه کې د ولسمشر د فرمان خلاف دی چې په ولسی جرګه کې خپل حضور ته دوام ورکړی.
----
هېواد دولتی ورځپاڼې ولیکل، یو شمېر وسله والې مخالفې ډلې د افغانستان په ګاونډ کې پالل کېږی او په پاکستان کې دالقاعده د بنسټ ایښودونکی اسامه بن لادن او بیا د طالبانو د مشر اختر محمد منصور وژل دا ثابتوی چې دغه هیواد د ترهګرو ملاتړے او د امریکا د لستوڼی مار دے.
------
سرنوشت ورځپاڼې بیا لیکلی چې د اوباما نوې پرېکړه د جګړې د دوام یوه وسیله ده او په امریکا کې دا بحثونه را ولاړ شوی چې امریکا د افغانستان جګړې ته بیا ورګرځی.
په لیکنه کې راغلی، د اوباما نوې پریکړه به امریکایی ځواکونه د افغانستان په جګړه کې بیا ښکیل کړی او طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته به دا دلیل پیدا کړی چې خپلو جګړو ته دوام ورکړی.
لیکوال ویلی، یوازې هغه کسان د اوباما په نوې پریکړې خوشحاله دی چې د جګړې دوام غواړی.
---------
له امریکا خپرېدونکې والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکې د یوه عالی رتبه دفاعی چارواکی په حواله لیکلی، چې دغه نوی صلاحیتونه لا عملی شوی نه دی.
د دغه چارواکی په حواله چې نوم یې نه دى اخیستل شوى، کله چې د وسلوالو طالبانو پرضد جګړه کې د ستراتیژیک پرمختګ یو ځانګړى فرصت رامنځته شی، د امریکا پوځ به کولاى شی چې د افغان قواوو په ملاتړ هوایی حملې وکړی.
-------
له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپله پرونۍ ګڼه کې لیکلی، دا د وسلوالو طالبانو پر ضد پراخې جګړې ته د امریکا ستنېدنه ښیی او امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې ژورو ته ورکاږی.
------
نیوزویک مجلې هم پر دې مسئلې یوه لیکنه خپره کړې او د یوه امریکایی مقام په حواله یې لیکلی: په افغانستان کې امریکایی پوځیانو ته د زیاتو صلاحیتونو ورکول په مشخصو مواردو کې د اجرا وړ دی چې تطبیق یې د جنګ په میدان کې ستراتیژیکې نتیجې لرلاى شی.
نیوزویک د مطلب په دوام زیاتوی، د دې معنى دا ده چې له امریکایی سرتېرو باید دا انتظار ونه لرو چې له افغان قواوو سره د ورځنیو ماموریتونو په اجرا کې ملګرتیا وکړی.
--------