د امنیت شورا دوره یي مشري اکوادور ته ورسیده
له چین وروسته، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري روانه میاشت (دسمبر) اکوادور ته ورسېده.
د ایرنا د خبر له مخې؛ د اکوادور هېواد چې د جنوبي امریکا په شمال لوېدیځ کې پروت دی، د روان کال د ډسمبر په میاشت کې چې د ۲۰۲۳ کال وروستۍ میاشت ده، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دورې مشري په غاړه لري.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځه دایمي او لس غیر دایمي غړي لري، د دغه شورا مشري دوره یي ده او یوه میاشت وخت لري چې د هر هېواد د پلاوي مشر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مشر په توګه پیژندل کیږي.
د امنیت شورا د تېرې میاشتې په څېر په دې میاشت کې هم د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې په ګډون د مهمو نړیوالو مسایلو په اړه بېلابېلې غونډې کوي.
د ٢٢٣١ پريکړه ليک له مخې، په هرو شپږو مياشتو کې د ملګرو ملتو د سرمنشي راپور د ملګرو ملتو د امنيت شورا په منظمه غونډه کې وړاندې کيږي او په ملګرو ملتو کې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير او دايمي استازي هم په دې غونډه کې وينا کوي.