امریکا وايي افغانستان کښې ترهګرې ډلې شته
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی د امریکا د باندنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په هکله په خپل کلني راپور کښې وویل چې سیمه ئیزې ترهګرې ډلې اوس هم په افغانستان کښې فعال شتون لري.
د امریکا خارجه وزارت په دغه کلني راپور کښې وویل چې په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د فعالیت د مخنیوي لپاره د طالبانو د حکومت هڅه روښانه نه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه په افغانستان کښې د داعش ډلې په حملو کښې زیات ملکي وګړي وژل کیږي او دغه حملې اوس هم دوام لري.
د امریکا په دغه کلني راپور کښې راغلي دي داعش او القاعده ترهګرې ډلې اوس هم په افغانستان کښې شته خو دغه ټروریسټي ډلې تراوسه له افغانستان څخه په لویدیځو هیوادونو باندې د حملو د پلانونو او اجرا کولو توان نلري.
د امریکا د خارجه وزارت په کلني راپور کښې جوته شوي ده چې داعش ترهګرې ډلې له افغانستان څخه په پاکستان ، تاجیکستان او ازبکستان باندې څو حملې کړي دي او په لویدیځو هیوادونو باندې هم د حملو اراده لري.
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د طالبانو حکومت خارجه وزارت له دې مخکې هم په ځلونو ټینګار کړی و چې د هیڅ هیواد پرضد به د افغانستان خاوره استعمال نشي او په دغه هیواد کښې هیڅ وسله وال ډله نشته.