ایران: د کډوالو نړیوالې غونډې باید عملي نتیجه ولري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i143146-ایران_د_کډوالو_نړیوالې_غونډې_باید_عملي_نتیجه_ولري
د ایران خارجه وزیر په جنیوا کښې د کډوالو د نړیوالې ټولنې د دویمې غونډې ترڅنګ وویل: پکار ده چې د کډوالو په اړه نړیوالې غونډې عملي پایلې ورکړي.
(last modified 2023-12-13T23:44:23+00:00 )
Dec 14, 2023 04:12 Asia/Kabul
  • ایران: د کډوالو نړیوالې غونډې باید عملي نتیجه ولري

د ایران خارجه وزیر په جنیوا کښې د کډوالو د نړیوالې ټولنې د دویمې غونډې ترڅنګ وویل: پکار ده چې د کډوالو په اړه نړیوالې غونډې عملي پایلې ورکړي.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان په دې هیله مندۍ سره چې د کډوالو د نړیوالې ټولنې په شان غونډې په عملي توګه پایلې او ګټې ولري، د ملګرو ملتو د کډوالو له لوړې کمشنرۍ وغوښتل چې په خپلو دندو په تیره بیا په ایران کښې د هستوګنو پنځو میلیونو افغانستاني کډوالو د حالت په هکله خپلو دندو ته پام وکړي.

امیر عبداللهیان څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د څه باندې پنځه میلیونه افغانستاني کډوالو د کوربه توب د وړتیا او مخینې په لرلو سره د کډوالو په کوربه هیوادونو کښې اول مقام لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې ایران د صهیونیسټ رژیم د نسل وژنې او د امریکا او اسرائیلو د جنګ  غوښتنې په نتیجه کښې د غزې د بې کوره شویو خلکو د وروستۍ څپې له امله له کډوالو سره د چلند په هکله د نړیوال مسئولیت غوښتونکی دی.

امیر عبداللهیان زیاته کړه، د صهیونیسټی رژیم د نسل وژنې او جنګی جنایتونو پایلې به سیمه او نړیواله ټولنه د کلونو لپاره ښکیله وساتي.