د اسلواکیه لومړي وزیر د اروپايي اتحاديې په کړچار نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i143328-د_اسلواکیه_لومړي_وزیر_د_اروپايي_اتحاديې_په_کړچار_نیوکه_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلواکیه هیواد لومړي وزیر « رابرټ فیکو» د فلسطین د غزې تړانګې د بدلونونو په هکله د اروپايي اتحادیې په کړچار باندې نیوکې سره وویل په غزې کښې د شل زره کسانو په وژل کیدا باندې سترګې نشي پټیدلای.
(last modified 2023-12-17T21:27:53+00:00 )
Dec 18, 2023 01:53 Asia/Kabul
  • د اسلواکیه لومړي وزیر د اروپايي اتحاديې په کړچار نیوکه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلواکیه هیواد لومړي وزیر « رابرټ فیکو» د فلسطین د غزې تړانګې د بدلونونو په هکله د اروپايي اتحادیې په کړچار باندې نیوکې سره وویل په غزې کښې د شل زره کسانو په وژل کیدا باندې سترګې نشي پټیدلای.

هغه د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم په  وحشیانه جنایتونو باندې د سترګو د پټولو په هکله د اروپايي اتحادیې کړچار  د اروپا لپاره ورانونکی وباله او ټینګار یې وکړ په غزې کښې د شل زره کسانو وژل کیدا هغه هم یوازې په دې دلیل چې اسرائیلو وژلي دي د سترګو د پټولو وړ نه دي.

د  اسلواکیه هیواد لومړي وزیر رابرټ فیکو په دې خبرې سره چې د حماس  غورځنګ او د اسرائیلو د جنګ له پیل راهسې د غزې تړانګې په هکله د اروپايي هیوادونو دریځ بدل شوی او له فلسطین څخه په ملاتړ کښې د ایرلینډ مخکني دریځ ته یې ګروهنه پیدا کړي ده وویل زه به د اروپايی هیوادونو مشرانو ته ټینګار وکړم چې اروپايي اتحادیې د فلسطین د مسلې په هکله د قوي او د متحد دریځ د غوره کولو لپاره زمونږ د ناتوانۍ او بې وسۍ په دلیل خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.

مخکې د ایرلینډ لومړي وزیر « لئو اریک واراډکار(Leo Eric Varadkar) په یوې وینا کښې چې پراخ انعکاس یې درلود اروپايي اتحادیه د فلسطین د غزې تړانګې د بدلونونو په هکله د متحد او د قوي دریځ د غوره کولو لپاره په بې وسۍ تورنه کړي وه او ویلي یې وو دغه اتحادیې خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.